د مېنځنۍ درجې كارپورېټ څانګې لپاره په سپرټېكس كښې 0.5 فيصد كمے شوے۔ د خزانې وزير

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د مېنځنۍ درجې كارپورېټ څانګې لپاره په سپرټېكس كښې 0.5 فيصد كمے شوے۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پريس کنفرنس په مهال ده ووئيل تعميراتي څانګه كښې ټېكس كم شوے نه دے بلكې هڅه شوې چې د ټرانزيکشن لګښت او خرڅونه كم كړې شي٬ د پنځو مرلو كور جوړوونكو ته په مارګيج فنانسنګ …

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د مېنځنۍ درجې كارپورېټ څانګې لپاره په سپرټېكس كښې 0.5 فيصد كمے شوے۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پريس کنفرنس په مهال ده ووئيل تعميراتي څانګه كښې ټېكس كم شوے نه دے بلكې هڅه شوې چې د ټرانزيکشن لګښت او خرڅونه كم كړې شي٬ د پنځو مرلو كور جوړوونكو ته په مارګيج فنانسنګ كښې سهولت وركوٶ٬ په دې لړ كښې سټېټ بېنك سره زمونږ خبرې روانې دي او دا سلسله به پرله پسې زياتولې شي

مزید خبریں