تنخواه دارې طبقې ته زيات ريليف وركول غواړو۔ سينيټر اورنګزيب

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي تنخواه دارې طبقې ته زيات ريليف وركول غواړو خوښ٬ په تنخواه كښې اضافې څخه به په خزانه د 28 څخه تر 30 اربه اضافي بوجھ راشي۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پريس کنفرنس په مهال ده ووئيل وزيراعظم او زما هڅه وه چې تنخواه دارې طبقې ته څومره ريليف وركړے كېدے شي ور …

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي تنخواه دارې طبقې ته زيات ريليف وركول غواړو خوښ٬ په تنخواه كښې اضافې څخه به په خزانه د 28 څخه تر 30 اربه اضافي بوجھ راشي۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پريس کنفرنس په مهال ده ووئيل وزيراعظم او زما هڅه وه چې تنخواه دارې طبقې ته څومره ريليف وركړے كېدے شي ور دې كړې شي٬ خو په دې كښې مونږ د خپل مالي ګنجائش له مخې ريليف وركولې شو۔ ده ووئيل د تنخواګانو او پنشن په اړه بنچ مارك پكار دے٬ په ګرده نړۍ كښې د ګرانۍ تناسب سره اضافه كېږي٬ حكومت ټېكس نه دې زيات كړے۔ ده ووئيل په مالي كال 2022 كښې په خرڅونو كښې 15.9 فيصده٬ په كال 2023 كښې 23.6 فيصد او په كال 2024 كښې 12.2 فيصد اضافه شوې۔ ده ووئيل د خزانې سيکرټري وئيلي دي په تنخاګانو كښې لس فيصده اضافې سره به په خزانه د 28 نه تر 30 اربه روپو اضافې بوجھ راشي

مزید خبریں