اسلام آباد 11جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف به د جون په 12مه نيټه سبا د زيارت په ورځ د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې دا دوره د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي كومه چې په شريك باور٬شريك اقدار او ګڼو څانګو كښې نزدې مرستې اډانه ده۔د وزيراعظم سره به يو اعلٰی كچ پلاوي …
وزيراعظم شهباز شريف به د (سبا) د زيارت په ورځ د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 11جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف به د جون په 12مه نيټه سبا د زيارت په ورځ د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې دا دوره د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي كومه چې په شريك باور٬شريك اقدار او ګڼو څانګو كښې نزدې مرستې اډانه ده۔د وزيراعظم سره به يو اعلٰی كچ پلاوي هم وي چې پكښې به نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬وفاقي وزيران او نور اعلٰی افسران هم شامل وي۔وزيراعظم به د متحده عرب امارات مشرتابه سره اعلٰی كچ ملاقاتونه كوي چې پكښې د متحده عرب امارات صدر او ابوظهبي واكمن شيخ محمد بن زيد النهيان سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم شامل دي۔اعلٰی كچ خبرو په مهال به د شريكې خوښې او په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔بيان له مخې د وزيراعظم دوره به د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د اوږد مهاله ورورولۍ اړيكو ٬اقتصادي اړيكو لا قوي كولو او ګڼ اړخيزه مرستې ته ودې وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔بيان كې وئېلي شوي دا دوره د پاكستان او متحده عرب امارات د شريكې ګټې سټريټجك پارټنرشپ ته تقويت وركول٬ د شريكې خوښې څانګو كښې مرسته زياتولو او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د نوو لارو لټون له د شريك عزم څرګندونه ده۔












