اسلام آباد 11جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د ټولو ذيلي ادارو ترمينځه شريكه مرسته ډېره ضروري ده٬ټولې ادارې دې د يو بل د كار استعداد څخه ګټه پورته كړي اود اولس په ژوند كښې دې آسانۍ راپېدا كړي٬تربيتي كورسز كښې دې يوازې د ميرټ له مخې افسران نامزد كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې …
د ټولو ذيلي ادارو ترمينځه مرسته ډيره ضروري ده٬ادارې دې د يو بل د كار استعداد څخه ګټه پورته كړي۔محسن نقوي
اسلام آباد 11جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د ټولو ذيلي ادارو ترمينځه شريكه مرسته ډېره ضروري ده٬ټولې ادارې دې د يو بل د كار استعداد څخه ګټه پورته كړي اود اولس په ژوند كښې دې آسانۍ راپېدا كړي٬تربيتي كورسز كښې دې يوازې د ميرټ له مخې افسران نامزد كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې د مهمې غونډه په مهال وكړه ۔غونډه كښې د داخله وزارت ټولو ذيلي ادارو مشرانو ګډون وكړېو ۔په غونډه كښې د داخله وزارت ټولو ذيلي ادارو ترمينځه د شريكې مرستې زياتولو پريكړه وشوې۔داخله وزير محسن نقوي ووئيل د ټولو ذيلي ادارو ترمينځه شريكه مرسته ډيره ضروري ده٬ادارې دې د يو بل د كار استعداد څخه ګټه پورته كړي او د اولس په ژوند كښې دې آسانۍ راپېدا كړي۔محسن نقوي ووئيل د انفارمېشن او ډيټا په وخت تبادله مهمه ده٬بېلې ادارې بهر هېوادونو كښې سفارتخانو كښې تعينات افسرانو ٬ وزارت او نورو ادارو ته هم معاونت وركولې شي۔محسن نقوي ووئيل د ټولو ادارو افرادي قوت څخه به بشپړه استفاده كول وي۔د شريك مشاورت ښه والي څخه اولس سره حكومت ته هم ګټه رسي۔داخله وزير محسن نقوي هدايت وكړو چې تربيتي كورسز كښې دې يوازې د ميرټ له مخې افسران نامزد كړے شي دغسې چې د اړوندو افسرانو د كار استعداد كښې اضافه وشي۔داخله وزير محسن نقوي ټولو ادارو ته په دې لړ كښې خپل سفارشات د وړاندې كولو هدايت وكړو ۔ په غونډه كښې وزير مملكت طلال چوهدري ، داخله سېكرټري٬ ایډیشنل سیکرټریز، د نادرا، اینټی نارکوټکس کنڼرول، ایف آئی اے، فرنټیئر کور، فرنټیئر کانسټیبلری، رینجرز، نیشنل پولیس اکیډمی، نیشنل پولیس بیورو، پاسپورټ اینډ امیګریشن، نیشنل سائبر کرائم انویسټیګیشن ایجنسي او د اسلام آباد پولیس مشرانو ګډون وكړو۔












