وزيراعظم د سټاك ماركيټ د تاريخ لوړې كچې ته په رسېدو د اطمينان څرګندونه وكړه٬ په سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان د سرمايه كارو او كاروباريانو په اولس دوسته بجټ د باور څرګندونه ده۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ماركيټ يو لك 24 زره پوائنټس د تاريخ لوړې كچې ته په رسېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي په سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان د سرمايه كارو او كاروباريانو په اولس دوسته بجټ د باور څرګندونه ده، په بجټ كښې په عامو وګړو د ټېكس نور بار نه دې اچولے شوے۔ د شورو په ورځ …

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ماركيټ يو لك 24 زره پوائنټس د تاريخ لوړې كچې ته په رسېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي په سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان د سرمايه كارو او كاروباريانو په اولس دوسته بجټ د باور څرګندونه ده، په بجټ كښې په عامو وګړو د ټېكس نور بار نه دې اچولے شوے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په تنخواګانو كښې اضافه او په ټېكس كښې كمي سره به سركاري ملازمينو ته ريليف ترلاسه شي٬ د هېواد د معاشي پرمختګ سفر پېل شوے٬ د پاكستان اولس قربانۍ وركړي٬ ده ووئېل اوس مونږ ټولو له د عامو وګړو ژوند كښې ښه والي لپاره محنت كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د ګرانۍ په شرح كښې كمے٬ د زرمبادله پانګې٬ ترسيلات زر او برامدات كښې اضافه د معاشي ډلې د شپه ورځې محنت په سبب ممكن شوې۔ ده ووئيل پاكستان د ديواليه كېدو څخه راستون شوے٬ د معاشي استحكام او د پرمختګ د سفر پېل يوه معجزه ده،د معاشي ډلې محنت او د پاكستان مفادو ته د پام لرنې په سبب په معاشي كچه دا مثالي ټرن اوور به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلے شي

مزید خبریں