هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د معيشت بنيادي ډي اين اے بدلولو ته اړټيا ده، د 2 ټريلينه زياتي اهداف زياتره برخه به خپلواكه نمو او انفورسمنټ اقدامات څخه سر كوالې شي،د بجلۍ په بلونو 10 فيصده سرچارج نه دې لګولے شوے۔د خزاني وزير

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي په ډھانچه جاتي بنيادونو هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د معيشت بنيادي ډي اين اے بدلولو ته اړتيا ده،مونږ هڅه كوو چې په مجموعي توګه ټيرف رجيم كښې 4 فيصده كمے وكړے شي، 2 ټريلين اضافي ټيكس اقدامات كښې 312 اربه روپۍ د نوي ټيكس دي ، د 2 ټريلين اضافي اهداف زياتره …

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي په ډھانچه جاتي بنيادونو هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د معيشت بنيادي ډي اين اے بدلولو ته اړتيا ده،مونږ هڅه كوو چې په مجموعي توګه ټيرف رجيم كښې 4 فيصده كمے وكړے شي، 2 ټريلين اضافي ټيكس اقدامات كښې 312 اربه روپۍ د نوي ټيكس دي ، د 2 ټريلين اضافي اهداف زياتره بخه به خپلواكه نمو او انفورسمنټ اقدامات څخه سر كولې شي، 9.4 ټريلين غير دستاويزي معيشت دستاويزي كولو ته اړتيا ده،د بجلۍ په بلونو 10 فيصده سرچارج نه دې لګولے شوے۔د شورو په ورځ د خزاني سيكرټري امداد الله بوسال ، د ايف بي آر چيئرمېن او حكومت معاشي ډلي نورو غړو سره د بجټ نه پس پرېس كنفرنس په مهال د خزاني وزير ووئيل د راروان مالي كال په وفاقي بجټ كښې ټيرف اصلاحات ته خاص پام لرنه شوې كوم چې لوئ اهميت لري، د دې وړومبے مقصد پروټيكټډ رجيم بدلول دي دغسې چې كيش او انساني وسائل كښې ښه والے راشي ٬ دې سره به برآمدي څانګي ته هم ګټه ورسي، حكومت ګڼي چې په ډھانچه جاتي بنيادونو هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د معيشت بنيادي ډي اين اے بدلولو ته اړتيا ده۔ د خزاني وزير ووئيل 7 زره ټيرف لائن كښې په 4 زره اضافي كسټم ډيوټي صفر كړې شوې ، په 2700 كښې د كسټم ډيوټي شرح كمه كړې شوي،دغسې 2 زره داسې ټيرف لائن دي د كوم تعلق چې د خام مال سره دے او دې سره به برآمدي صنعت ته هم ګټه ورسي، د ټيرف اصلاحات دا سلسله به روانه وي او مونږ هڅه كوو چې په مجموعي توګه ټيرف رجيم كښې 4 فيصده كمے وكړو۔ د خزاني وزير ووئيل وزيراعظم په هڅو تنخواه دار طبقې له چې څومره ريليف وركړے كيدے شي هغه به وركولې شي مونږ به د خپل مالي ګنجائش له مخې ريليف وركوو،دغسې د مينځنۍ درجې كارپوريټ څانګي لپاره سپر ټيكس كښې 0.5 فيصده كمے شوے۔ده ووئيل تعميراتي څانګې له ټيكس نه دې كم شوے بلكه هڅه شوې چې د ټرانزيكشن لګښت او خرڅونه كم كړے شي، ده ووئېل 5 مرله كور جوړونكو له مارګيج فنانسنګ كښې آسانۍ وركوو،په دې لړ كښې سټيټ بنك سره خبرې رواني دي او دا سلسله به وخت سره سره مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د خزاني وزير ووئيل آئي ايم ايف سره ترسره شوو چارو له مخې د سرې او چينجو وژلو په داروګانو اضافي ټيكس لګول وو چې مقصد ئې د استثنائي رجيم خاتمه وه، د وزيراعظم په سپارښتنه تير كال زمونږ د آئي ايم ايف سره خبرې شوي چې دا ټيكس ونه لګولې شي۔ده ووئيل د ټيكس تعميل او اصلاحات عمل مخ په وړاندې روان دے،سږ كال د جي ډي پي په تناسب سره د ټيكسونو شرح 10.3 فيصد وه كومه چې به دج راروان كال په مهال 10.9فيصد ته ورسولې شي۔ده ووئيل 2 ټريلين اضافي ټيكس اقدامات كښې 312 اربه روپۍ د نوي ټيكس دي ، د 2 ټريلين اضافي اهداف زياتره برخه به د خپلواكه نمو او انفورسمنټ اقدامات څخه سر كولې شي ٬ په دې اړه به قانون سازي كولې شي او د پارليمان دواړه ايوانونه به په اعتماد كښې اخستلې شي كه د انفورسمنټ اقدامات ونه شول نو مونږ به 400 نه تر 500 ابه روپۍ ټيكس لګوو۔ د خزاني وزير ووئيل تنخاګانو او پنشن كښې د زياتوالي تعلق افراط زر سره دے، د پنشن اصلاحات عمل روان دے، حكومت پنشن د افراط زر سره تړلے دے۔ده ووئيل زراعت د معيشت انجڼ دے، زرعي جي ډي پي كښې د ډيري او لائيو سټاك برخه نزدې 60 فيصده ده، سټوريج سهوليات ، فنانسنګ كښې اضافه او كوچنو كروندګرو له به قرض وركولې شي،په دې اړه صوبو سره په ګډه به كار كولې شي او كومي څانګي چې صوبو سره دي، وفاقي حكومت به يې بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل تنخاګانو او پنشن په اړه بايد بنچ مارك وي،ټوله نړۍ كښې د ګرانۍ تناسب سره اضافه كيږي، ده ووئېل حكومت ټيكسونو كښې زياته اضافه نه ده كړې ،د دې برعكس كفايت شعاري شوې او خرڅونو كښې كمے شوے،سږ كال حكومتي خرڅونو كښې 1.9فيصد معمولي اضافه شوې، حكومت سبسډيز ختموي دغسې د قرضو انتظام و انصرام به هم ښه كولې شي، وفاقي حكومت خرڅونو كښې كمي ته پام لرنه كوي۔د خزاني وزير ووئيل معيشت دستاويزي كول د وخت ضرورت دې،دا مهال غير د دستاويز معيشت حجم 9.4 ټريلين دے۔د خزاني وزير ووئيل اين ايف سي په اړه چاري به د صوبو په مشاورت سره مخ په وړاندې بوتللې شي، د اين ايف سي په اړه نامې غوښتلې شوي، وزيراعظم پخپله وئيلي دي چې اګست كښې به د اين ايف سي غونډه كيږي۔ د خزاني وزير ووئيل د بجلۍ په بلونو 10فيصده سرچارج نه دې لګولې شوے، وزيرانو او د پارليماني غړو تنخاګانو كښې د زياتوالي په اړه د پوښتني په ځواب د خزاني وزير ووئيل په آخري ځل 2016 كښې د وزيرانو تنخاګاني ايډجسټ كړے شوي وي ٬ دغې نه پس هغې كښې كوم بدلون نه وو شوے،ځكه په تنخاګانو كښې اضافه زياته ښكاري۔د خزاني وفاقي سيكرټري امداد الله بوسال په دې موقع ووئيل په سرو او چينجو وژلو په داروګانو تير كال ټيكس لګول وو، د وزيراعظم په سپارښتنه مونږ د نړيوال مالياتي فنډ سره خبرې كړي او هغوي سره مو لوظ كړے ؤ چې راروان مالي كال كښې به د دې اطلاق كولې شي۔ده ووئيل زراعت كښې ځيني اقدامات صوبي دغسې ځيني وفاق كوي،مونږ آئي ايم ايف قائل كړے چې سږ كال به ټيكس نه شي لګولې،په ايګري فنانس كار كيږي،د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت كښې د وزيراعظم په سپارښتنه ټاسك فورس هم جوړ شوے،د دې اقدامات بنيادي مقصد د زراعت وده ده۔د خزاني سيكرټري ووئيل روان مالي كال كښې د خرڅونو په رجحان كښې كمے راغلے ٬ دغسې حكومت هڅه كوي چې په خرڅونو نور هم قابو وموندلے شي چرته چې ضرورت ؤ هلته به خرڅ كولې شي، مالي كال 2022 كښې خرڅونو كښې 15.9 فيصد ، مالي كال 2023 كښې 23.6 فيصد او 2024 كښې 12.2 فيصد اضافه شوې وه۔

مزید خبریں