پي اېس ډي پي كښې د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې ډویژن لپاره 18580 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوې

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال (پي اېس ډي پي) ترمخه د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې ډویژن لپاره په مجموعی توګه 18580 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوي چې پكښې 14 روانو پروژو لپاره 18280 ميليونه روپۍ دغسې 3 نوو پروژو لپاره 300 ميليونه روپۍ بېلول دي۔ د نهي په ورځ جاري شوې پي اېس ډي پي له مخې روانو پروژو كښې د وزیراعظم …

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال (پي اېس ډي پي) ترمخه د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې ډویژن لپاره په مجموعی توګه 18580 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوي چې پكښې 14 روانو پروژو لپاره 18280 ميليونه روپۍ دغسې 3 نوو پروژو لپاره 300 ميليونه روپۍ بېلول دي۔ د نهي په ورځ جاري شوې پي اېس ډي پي له مخې روانو پروژو كښې د وزیراعظم په سپارښتنه د مقبوضه کشمیر زده كوونكو لپاره 1600 سکالرشپس لپاره 164 ميليونه روپۍ، این سي اے لاهور كښې ګریجویټ بلاك جوړولو لپاره 217 ميليونه روپۍ، پلاننګ اینډ ډویلپمنټ یونټ منصوبې جوړولو لپاره 30 ميليونه روپۍ، وفاقی دارالحکومت كښې د وفاقی نظامت تعلیمات ترسيوري لاندي تعلیمی ادارو كښې د بنیادی تعلیمی سهولیات وركولو لپاره 900 ميليونه روپۍ، نېشنل انسټی ټیوټ آف ایکسی لینس ټیچرز ایجوکیشن لپاره 300 ميليونه روپۍ، وفاقی دارالحکومت كښې د آؤټ آف سکول چلډرن داخلو او هغه برقراره ساتلو لپاره 262 ميليونه روپۍ، د ایجوکیشن پروګرام جامع استحکام او اقدامات لپاره 290 ميليونه روپۍ، د ایف ډی ای پرائمری سکولونو كښې ای سی ای سنټرز لپاره 140 ميليونه روپۍ، سکلز ډویلپمنټ پروګرام لپاره 600 ميليونه روپۍ، وزیراعظم یوتھ سکل ډویلپمنټ پروګرام لپاره 4300 ميليونه روپۍ، پاکستان ایجوکیشن انډومنټ فنډ لپاره 1000 ميليونه روپۍ، کری، اسلام آباد كښې دانش سکول جوړولو لپاره 1800 ميليونه روپۍ، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې دانش سکولونو جوړولو لپاره 8000 زره ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوي دغسې نوو پروژو لپاره ایچ الیون فور اسلام آباد كښې د آټزم په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره سنټر آف ایکسی لینس جوړولو لپاره 100 ميليونه روپۍ، ملټی ګارډن بی۔17 اسلام آباد كښې ماډل کالج د (ميرمنو) جوړولو لپاره 100 ميليونه روپۍ او ملټی پروفیشنل کوآپریټو هائوسنګ سوسائټی ایف۔17/2 اسلام آباد كښې د اسلام آباد ماډل کالج (ميرمنو) جوړولو لپاره 100 ميليونه روپۍ بېلولو تجويز كړے شوي۔

مزید خبریں