اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت بېلو پروژو لپاره د راروان مالی كال 2025-26 په سرکاري پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) كښې په مجموعی توګه 6026.977 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوي دي ۔د اطلاعات وزارت روانو پروژو لپاره په مجموعی توګه 5295.382 ميليونه او نوو سکیمونو لپاره 731.595 ميليونه روپۍ بېلول دي۔ د نهي په ورځ د جاري شوې پي اېس ډي پي …
پي اېس ډي پي ، د اطلاعات وزارت روانو او نوو پروژو لپاره 6026.977 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوې
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت بېلو پروژو لپاره د راروان مالی كال 2025-26 په سرکاري پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) كښې په مجموعی توګه 6026.977 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوي دي ۔د اطلاعات وزارت روانو پروژو لپاره په مجموعی توګه 5295.382 ميليونه او نوو سکیمونو لپاره 731.595 ميليونه روپۍ بېلول دي۔ د نهي په ورځ د جاري شوې پي اېس ډي پي 2025-26 دستاویز له مخې د اطلاعات وزارت روانو سکیمونو كښې د سینټرل مانیټرنګ یونټ (اسلام آباد) لپاره 367.293 ميليونه روپۍ، نېشنل انفارمیشن میډیا آرکائیول ریپوزیټری (این آئی ایم اے آر) لپاره 800 ميليونه روپۍ، نېشنل کمیونیکیشن اینډ سټریټجی یونټ جوړولو لپاره 107.405 ميليونه روپۍ، سټیزن کولیبوریشن فیسلی ټیشن سینټر (سی سی ایف سی) لپاره 250 ميليونه روپۍ، پی ټی وی سی ری ویمپنګ لپاره 1489.920 ميليونه روپۍ، په تشدد او انتها خوښۍ قابو موندلو لپاره د پرېس انفارمیشن ډیپارټمنټ میډیا سیل جوړولو لپاره 91.623 ميليونه روپۍ، خضدار كښې 300 کلو واټ ټرانسمیټر بدلولو او اپ ګریډیشن لپاره 1390 ميليونه روپۍ، کوئټه كښې 100 کلو واټ ټرانسمیټر اپ ګریډیشن او بدلولو لپاره 799.141 ميليونه روپۍ بېلول تجويز شوي۔دغسې د اطلاعات وزارت نوو سکیمونو كښې ګلګت او سکردو كښې د ریډیو سټیشنز 50 کلو واټ ټرانسمیټرز بدلولو ، اپ ګریډیشن او بحالۍ لپاره 133 ميليونه روپۍ او صوت القرآن ایف ایم ریډیو نیټ ورك فیز فور (پېښور -کراچی موټر وے) منصوبې لپاره 598.595 ميليونه روپۍ تجويز كړے شوي دي۔












