اسلام آباد 10جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د سرکاري څانګي كلن پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه په راروان مالي كال 2025-26 كښې صوبو او د سپيشل ايرياز پرمختيائي منصوبو لپاره 253230 مليونه روپۍ فنډز بېلولو تجويز ورركړے دے ۔د نهي په ورځ جاري شوي پي اېس ډي پي شميري له مخې پنجاب كښې د روانو پرمختيائي سکيمونو لپاره 1590 مليونه روپۍ ، د پاك پي ډبليو ډي …
وفاقي حکومت د سرکاري څانګي كلن پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه راروان مالي كال 2025-26 كښې صوبو او د سپيشل ايرياز پرمختيائي منصوبو لپاره 253230 مليونه روپۍ د بېلولو تجوېز وركړو
اسلام آباد 10جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د سرکاري څانګي كلن پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه په راروان مالي كال 2025-26 كښې صوبو او د سپيشل ايرياز پرمختيائي منصوبو لپاره 253230 مليونه روپۍ فنډز بېلولو تجويز ورركړے دے ۔د نهي په ورځ جاري شوي پي اېس ډي پي شميري له مخې پنجاب كښې د روانو پرمختيائي سکيمونو لپاره 1590 مليونه روپۍ ، د پاك پي ډبليو ډي روانو پرمختيائي منصوبو لپاره 7641 مليونه روپۍ،سندھ كښې پرمختيائي پروګرام او پرمختيائي سکيمونو لپاره 66282 مليونه روپۍ ، خېبر پښتونخوا كښې پرمختيائي سکيمونو لپاره 545 مليونه روپۍ ، پي ډبليو ډي ترمخه خېبر پښتونخوا لپاره 2063 مليونه روپۍ ، بلوچستان كښې روانو پرمختيائي پروګرامونو لپاره 24492 مليونه روپۍ ، بلوچستان كښې د پي ډبليو ډي ترمخه سکيمونو لپاره 4760 مليونه روپۍ ، د ضم شوو ضلعو پرمختيائي منصوبو لپاره 65444 مليونه روپۍ ، سپيشل ايرياز كښې آزاد جموں و کشمير كښې روانو سکيمونو لپاره 45000 مليونه روپۍ، ګلګت بلتستان كښې روانو پرمختيائي سکيمونو لپاره 37000 مليونه روپو پشمول بېلو پرمختيائي منصوبو لپاره د فنډز بېلولو تجويز شامل دے۔












