اسلام آباد 10جون (اے پي پي) په راروان مالي كال 26-2025 بجټ كښې د سرکاري څانګي پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه قامي پرمختيائي حجم 4224 اربه روپۍ بيلولو تجويز دے چې پكښې وفاقي حکومت 1000 اربه روپۍ شراکت دار دے ٬ دغسې د صوبائي پرمختيائي پروګرامونو ترمخه 2869 اربه روپۍ او د رياستي ملكيتي ادارو 355 اربه روپۍ پرمختيائي بجټ هم پكښې شامل دے۔د نهي په ورځ د …
د پي اېس ډي پي تر مخه 4224 اربه روپۍ د پرمختيائي پروژو لپاره تجوېز كړې شوې، وفاقي حکومت د 1000اربه روپو شراکت دار، په صوبائي توګه كلنه پرمختيائي پروګرامونو له 2869 اربه روپۍ او د رياستي ملکيتي ادارو 355 اربه روپۍ پرمختيائي بجټ پكښې هم شامل دے
اسلام آباد 10جون (اے پي پي) په راروان مالي كال 26-2025 بجټ كښې د سرکاري څانګي پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه قامي پرمختيائي حجم 4224 اربه روپۍ بيلولو تجويز دے چې پكښې وفاقي حکومت 1000 اربه روپۍ شراکت دار دے ٬ دغسې د صوبائي پرمختيائي پروګرامونو ترمخه 2869 اربه روپۍ او د رياستي ملكيتي ادارو 355 اربه روپۍ پرمختيائي بجټ هم پكښې شامل دے۔د نهي په ورځ د جاري كړې پي اېس ډي پي له مخې پرمختيائي بجټ د مجموعي بجټ 5.8 فيصد دے او د مجموعي قامي پيداوار(جي ډي پي) 0.6 فيصد برابر دے۔د اړان پاکستان پروګرام ترمخه حکومت بېلو پرمختيائي منصوبو ته پام لرنه كړې كومي به چي ډېرې زر بشپړولې شي٬ د ځيني مالياتي مسئلو باوجود وفاق د قامي اهميت مهمو منصوبو زر تر زره بشپړولو له چمتو دے۔ ترجيحي منصوبو كښې کوئټه کراچي لارې اين 25، سکھر حيدرآباد موټروے اېم 6، داسو هائيډرو پاور پراجيکټ ، ديامر او مومند ډيمز ،کراچۍ كښې د اوبو وركولو منصوبه کے -IV ،علامه اقبال انډسټريل سټي له د توان وركولو، کراچي او اسلام آباد كښې آئي ټي پارکس جوړولو، سندھ كښې د سېلاب له امله ځپلے شوو سکولونو او د كورنو جوړولو او بحالۍ ، بلوچستان كښې د سيلاب نه پس د بحالۍ اقدامات ، تھرکول ريل رابطو جوړولو، اسلام آباد كښې د کينسر روغتون جوړولو پشمول د هيپاټائټس سي او ذيا بيطس درملني په اړه د وزيراعظم قومي پروګرامونو پشمول نوري مهمي منصوبې هم شاملي دي۔پي اېس ډي پي له مخې د روان مالي كال لپاره پي اېس ډي پي حجم 36 لكهه 79 زره 839 ميليونه روپۍ بېلي كړې شوي وي دغسې راروان مالي كال لپاره 42 لکهه 23 زره 817 ميليونه روپۍ (4224 اربه روپۍ نزدې) پرمختيائي بجټ بېل كړے شوے چې پكښې د سرمايه کاري بورډ بېلو منصوبو لپاره 1105.430ميليونه روپۍ ، کيبنټ ډويژن منصوبو لپاره 76386.280ميليونه روپۍ ، موسمياتي بدلون او ماحولياتي ډويژن لپاره 2783.650 ميليونه روپۍ ، کامرس ډويژن لپاره 50 ميليونه روپۍ ، مواصلات ډويژن (د اين ايچ اے نه غير) 149.150ميليونه روپۍ، ډيفنس ډويژن لپاره 11553.835ميليونه روپۍ دغسې ډيفنس پروډکشن ډويژن لپاره 1786ميليونه روپۍ او د اسټيبلشمنټ ډويژن بېلو منصوبو لپاره 495.359 ميليونه روپۍ بېلي كړې شوي۔ پي اېس ډي پي له مخې د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزارت لپاره 18580ميليونه روپۍ ، د فنانس ډويژن بېلو منصوبو لپاره 851.580ميليونه روپۍ ، صوبو اور د خصوصي سيمو لپاره 253230.109ميليونه روپۍ دغسې صوبائي منصوبو لپاره 107785.780ميليونه روپۍ ، د خېبر پښتونخوا ضم شوو ضلعو لپاره 65444.329 ميليونه روپۍ او اد ٓزاد جموں و کشمير او ګلګت بلتستان مخصوص سيمو لپاره 82000 زره ميليونه روپۍ بېلي كړې شوي۔دغسې د هائيرايجوکيشن کميشن بېلو پرمختيائي منصوبو لپاره 39488.216 ميليونه روپۍ ، د هاؤسنګ اينډ ورکس ډويژن لپاره 15005.801ميليونه روپۍ ، د بشري حقونو ډويژن لپاره 23 ميليونه روپۍ ، صنعت او پيداوار ډويژن لپاره 1904.281ميليونه روپۍ ، د اطلاعات او خپرونو ډويژن لپاره 6026.977 ميليونه روپۍ٬ دغسې د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن ډويژن لپاره 16227.493ميليونه روپۍ او د بين الصوبائي رابطه ډويژن لپاره 1179.840ميليونه روپۍ پرمختيائي بجټ بېل كړ شوے ۔پي اېس ډي پي شميري له مخې د داخله ډويژن مختلف پرمختيائي منصوبو لپاره 12908.444ميليونه روپۍ ، د کشمير او ګلګت بلتستان او سيفران ډويژن لپاره 1800ميليونه روپۍ ، قانون و انصاف ډويژن لپاره 1912.481ميليونه روپۍ ، د بحري چارو ډويژن لپاره 3465 ميليونه روپۍ ، د قامي غذائي تحفظ وتحقيق ډويژن لپاره 4253.738 ميليونه روپۍ ، نيشنل هيلتھ سروسز، ريګوليشن و کوآرډينيشن ډويژن لپاره 14343.500ميليونه روپۍ ، قامي ورثه او كلتور ډويژن لپاره 1676.074 ميليونه روپۍ ، پاکستان ايټمي توانائي کميشن لپاره 761ميليونه روپۍ ، پارليماني ډويژن لپاره 2500 ميليونه ، پټروليم ډويژن لپاره 718.580ميليونه روپۍ او منصوبه بندي، پرمختګ او خصوصي اقدامات ډويژن لپاره په مجموعي توګه 2095.141 ميليونه روپۍ او خصوصي اقدامات وغيره لپاره جلا 21175 ميليونه روپۍ پرمختيائي بجټ بېل كړے شوے دے ۔ دې نه ځانله د ريلويز ډويژن لپاره راروان مالي كال كښې د پي اېس ډي پي ترمخه 22415 ميليونه روپۍ ، د مذهبي چارو و بين المذاهب هم غږۍ ډويژن لپاره 650.384ميليونه روپۍ ، د ريونيو ډويژن لپاره 7150ميليونه روپۍ ، سائنس و ټيکنالوجيکل ډويژن لپاره 4792.687ميليونه روپۍ ، اېس آئي ايف سي ډويژن لپاره 503.382ميليونه روپۍ دغسې سپارکو لپاره 5418.523ميليونه روپۍ او د آبي وسائل ډويژن لپاره 133424.433ميليونه روپۍ پرمختيائي فنډز بېل كړے شوے ۔ دا خبره دې ياده وي راروان كال لپاره پي اېس ډي پي كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي (اين ايچ اے) لپاره 226981.850ميليونه روپۍ او توانائي ډويژن (اين ټي ډي سي /پيپکو) لپاره 90225.783ميليونه روپۍ پرمختيائي بجټ بېل كړے شوے۔ تفصيلات له مخې د رياست ملکيتي ادارو (اېس او ايز) لپاره 354817ميليونه روپۍ بېلي كړې شوي ۔راروان مالي كال 26-2025 لپاره پي اېس ډي پي كښې د كلنه پرمختيائي پروګرامونو ترمخه د صوبو برخه 2869000 ميليونه روپۍ ده ۔












