د راتلونكي مالي كال بجټ به غوره او اولس دوسته وي٬ وزيراعظم عمر له د ريليف وركولو خبره كړې ٬ په ګرانۍ كښې ښكاره كمے او په مجموعي پرمختګ كښې ځانګړے زياتوالے راغلے ۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د راتلونكي مالي كال بجټ به غوره او اولس دوسته وي٬ وزيراعظم عمر له د ريليف وركولو خبره كړې ده٬ په ګرانۍ كښې ښكاره كمے او په مجموعي پرمختګ كښې ځانګړے زياتوالے راغلے دے۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د راتلونكي …

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د راتلونكي مالي كال بجټ به غوره او اولس دوسته وي٬ وزيراعظم عمر له د ريليف وركولو خبره كړې ده٬ په ګرانۍ كښې ښكاره كمے او په مجموعي پرمختګ كښې ځانګړے زياتوالے راغلے دے۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د راتلونكي مالي كال بجټ به غوره او اولس دوسته وي٬ وزيراعظم عمر له د ريليف وركولو خبره كړې ده٬ ھغوي چې كوم لوظ كوي ھغه تر سره كوي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد د معاشي بحران نه استحکام پلو روان شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اپوزېشن د هندي يرغل په مهال ښه كردار لوبولے ٬ د دوي د تېرې ورځې پرېس كنفرنس د مايوسۍ وړ ٶ، اپوزيشن د معاشي حوالو په اړه كوټلې شمېرې نه لرلې، دوي له پكار وٶ چې پورا چمتو راغلې وو٬ دوي سره په بجټ تنقيد لپاره خبرې نه وې، دې لپاره ې بې توكه خبرې كولې او بهانې ئې لټولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل پاكستان د ديواليه كېدو نه وتلو سره د معاشي پرمختګ په لاره روان شوے٬ دا هم اپوزيشن ٶ چې د پاكستان په ډيفالټ كېدو به ئې شرطونه لګول، لوي څښتن پاكستان ته عزت وركړے٬ د راتلونكي مالي كال بجټ به غوره او اولس دوسته وي٬ پاکستان كښې ګراني كمه شوې او په مجوعي ترقۍ كښې اضافه شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم ښه لوظونه كوي٬ ھغو څخه ښه اميدونه ساتل پكار دي۔

مزید خبریں