د حج په ښه انتظاماتو د سعودي د حج او عمرې وزارت لخوا ايكسي لينسي ايوارډ پاکستان لپاره د ویاړ خبره ده: وفاقي وزیر سردار يوسف

مکه مکرمه 10 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار یوسف وئیلي چې د 2025 کال حج د تېرو کلونو د حج په مقابله كښې یو تاریخي حج ؤ، چې پکښې پاکستاني حاجیانو ته غير معمولي خدمات او اسانۍ وركړې شوي۔ د حج په ښه انتظاماتو د سعودي د حج او عمرې وزارت لخوا اېكسي لينسي ايوارډ د پاکستان لپاره د ویاړ خبره ده۔ د نهي په …

مکه مکرمه 10 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار یوسف وئیلي چې د 2025 کال حج د تېرو کلونو د حج په مقابله كښې یو تاریخي حج ؤ، چې پکښې پاکستاني حاجیانو ته غير معمولي خدمات او اسانۍ وركړې شوي۔ د حج په ښه انتظاماتو د سعودي د حج او عمرې وزارت لخوا اېكسي لينسي ايوارډ د پاکستان لپاره د ویاړ خبره ده۔ د نهي په ورځ پوسټ حج پرېس كنفرنس ته وينا كښې سردار یوسف حاجیانو ته مبارکي ورکولو سره ووئيل چې د وزیراعظم شهباز شریف د خصوصي خوښې له امله د حاجیانو د حج دا سفر د روحاني سکون سبب ګرځیدلے دے۔ مونږ د خادمین الحرمین الشریفین، باچا سلمان بن عبدالعزیز، ولی عهد شهزاده بن سلمان او د سعودي د حج او عمرې وزارت په مرسته او انتظاماتو د هغوي مننه كوو۔ سردار یوسف ووئیل چې سعودي حکومت د 88 زره درې سوه سركاري حاجیانو پشمول د یو لکه 15 زره څخه زیاتو پاکستانیانو حاجیانو تاریخي میلمستيا كړې۔ د غوره حج انتظاماتو لپاره د سعودي د حج او عمرې وزارت د پاکستان حج مشن ته اېكسي لېنسي ايوارډ وركړې او پاکستانے حج مشن ايوارد ترلاسه كوونكو 7 مشنز كښې په لومړي لمبر راغلے۔ په مشاعر کښې په وړومبي ځل حاجیانو ته د استوګنې لپاره غير معمولي آسانۍ وركړې شوې، په وړومبي ځل په منیٰ کښې حاجیانو لپاره ایرکنډیشن خېمې، جپسم بورډ پارټیشن، صوفه کم بېډ او هیډ شیلفونه معرفي كړې شوي۔ حاجیانو ته درې وخته خوراك ، دوه سنېکس بکسونه، جوس، آئس کریم، تازه مېوې او یخې اوبه وركړې شوې، په عرفات کښې په خیمو کښې اضافي ایرکنډیشنز لګولې شوي۔ په مشاعر کښې حاجیانو ته د ‘ډي’ کټګري په فیس کښې ‘بي’ کټګرۍ اسانۍ وركړې شوې، 56 فيصده حاجیانو ته په پخوانۍ منیٰ او 44 فيصده ته په نوي منیٰ کښې استوګني ورکړې شوې ۔ د جنګ صورتحال له امله متاثره شوي فلائټ شېډول له مخې حاجيان په وخت حجاز مقدس ته رسولو لپاره د پی آئی اے په مرسته هنګامي تګلاره جوړه شوي وه۔

مزید خبریں