سلام آباد۔9جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې مونږ له به خپل هېواد او خاورې سره وفا او د دې پرمختګ له كار كول وي٬ د هېواد معيشت په مضبوطو بنيادونو اودرولو له به د هېواد خود كفيل جوړولو پلو پام ګرځول وي٬ د پاكستان پرمختګ لپاره بلها صلاحيت شتون لري٬ كركيله زمونږ د معيشت بنياد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت په ايوان صدر …
د صدر مملكت د لوے اختر په موقعه د پي پي پي لارښودو او كارمندانو سره ملاقات
سلام آباد۔9جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې مونږ له به خپل هېواد او خاورې سره وفا او د دې پرمختګ له كار كول وي٬ د هېواد معيشت په مضبوطو بنيادونو اودرولو له به د هېواد خود كفيل جوړولو پلو پام ګرځول وي٬ د پاكستان پرمختګ لپاره بلها صلاحيت شتون لري٬ كركيله زمونږ د معيشت بنياد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت په ايوان صدر كښې د لوے اختر په موقعه د پي پي پي لارښودو او كارمندانو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ صدر مملكت دوئي له د اختر مباركي هم وركړه۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې په دې موقع صدر مملكت ووئيل زمونږ كارمندان زمونږ قوت دے كوم چې په هر سخت وخت كښې ګوند سره ولاړ پاتې شوې دي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل هېواد او خاورې سره وفا او د دې پرمختګ له كار كول وي٬ د هېواد معيشت په مضبوطو بنيادونو اودرولو له به د هېواد خود كفيل جوړولو پلو پام ګرځول وي٬ د پاكستان پرمختګ لپاره بلها صلاحيت شتون لري٬ كركيله زمونږ د معيشت بنياد دے٬ هېواد ته به د كركيلې څانګې په بنياد پرمختګ وركول وي۔ آصف علی زرداری د هند په زياتې شوې انتها خوښۍ هم اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل هند كښې اقليتونه او په خاص توګه مسلمان او مسيحيان تعصب او ظلم سره مخ دي۔ صدر مملکت د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔












