لاهور۔9 جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په ماډل ټاؤن لاهور كښې د لوے اختر لمونځ ادا كړو۔ د قربانۍ اختر په موقعه وزيراعظم د ملائیشیا، ترکیه، تاجکستان، آذربائیجان، مصر، کویت، اردن، ازبکستان، بحرین، ایران، عمان او قازقستان په شمول د بېلو اسلامي هېوادونو لارښودو ته د ټېلېفوني تماس د لارې د اختر مباركي وركړه او د اوسني پاك هند بحران په مهال يۍ د هغوي د تعمير كردار …
وزيراعظم شهباز شريف د اختر لمونځ په ماډل ټاؤن كښې ادا كړو ٬ د اسلامي نړۍ لارښودو سره ټيليفوني تماس او د اوسني پاك هند بحران په محال امن لپاره د هڅو ستائنه ٬ قامي سياسي لارښودو ته د اختر مباركي
لاهور۔9 جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په ماډل ټاؤن لاهور كښې د لوے اختر لمونځ ادا كړو۔ د قربانۍ اختر په موقعه وزيراعظم د ملائیشیا، ترکیه، تاجکستان، آذربائیجان، مصر، کویت، اردن، ازبکستان، بحرین، ایران، عمان او قازقستان په شمول د بېلو اسلامي هېوادونو لارښودو ته د ټېلېفوني تماس د لارې د اختر مباركي وركړه او د اوسني پاك هند بحران په مهال يۍ د هغوي د تعمير كردار او امن لپاره د هغوي د هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم صدر مملکت آصف علی زرداری، ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو ، د قامي اسمبلۍ سپيكر ، وفاقی وزيرانو او قامي سياسي لارښودو سره ټېلېفوني تماس ونيولو ٬ هغوي ته يۍ د اختر مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزیر اعظم شهباز شریف د اختر په موقع د ملائیشیا وزیر اعظم داتو سری انور ابراهیم سره ټېلېفوني خبرې وكړ او د اختر د خوشحالۍ په موقع يۍ يو بل له مباركي وركړه۔ دوئي د اسلامي نړۍ اتحاد او سوكالۍ او په غزه كښې امن او د فلسطيني وګړو تحفظ له دعا وكړه۔ شهباز شریف د پاك هند ترميځه د اوسني بحران په مهال په ملاتړ او متوازن دريځ د ملائييشا مننه وكړه۔ وزیر اعظم شهباز شریف په دې وروستيو كښې د پاك هند بحران په مهال امن او مذاكراتو لپاره په متوازن دريځ د تشكر څرګندونه كولو سره د تاجكستان صدر امام علي رحان او تاجك اولس له د لوے اختر مباركي وركړه۔ د تېلېفوني تماس په مهال وزيراعظم د تاجكستان صدر او اولس له د اختر مباركي وركړه۔ په دې مهال وزيراعظم خپل پلاوي سره د دوشنبې خپلې اوسنۍ دورې په مهال په زړه پورې مېلمستيا كولو د تاجك حكومت مننه وكړه او د ګليشيئرز تحفظ په اړه كاميابۍ سره د نړيوال كنفرنس په كولو يۍ مباركي وركړه۔ وزیر اعظم شهباز شریف د تاجكستان په دې وروستيو كښې د پاك هند بحران په مهال امن او مذاكراتو لپاره په متوازن دريځ لرلو د تشكر څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې پاكستان تل په منطقه كښې د امن او سلامتيا په ځاې ساتلو هڅه كړې او د دې جذبې لاندې پاكستان د امريكا او نورو هېوادونو په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ په مفاهمت اتفاق كړے ؤ۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو حوالې سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د تاجكستان صدر ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔صدر امام علي رحمان په ټېلېفوني كال كولو د وزيراعظم مننه وكړه او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره يۍ د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ ده د اختر په موقعه پاكستاني اولس له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د آذربائیجان صدر عزت مآب الهام علیوف سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ٬ د هغه كورنۍ او د آذربائيجان اولس له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظم د لاچن دورې په مهال په تود هركلي كولو د صدر الهام علیوف مننه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د اوسني پاك هند بحران په مهال د آذربائیجان لخوا د پاكستان په نه كمزورې كېدونكي ملاتړ د صدر الهمام عليوف مننه كولو سره ووئيل دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوطې ورورولۍ ثبوت دے۔ دواړو لارښودو د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه همكاري لا مستحكمولو لپاره د خپل ګډ عزم پخلي كولو سره ووئيل مونږ په راتلونكي وخت كښې ملاقاتونو ته سترګې په لاره يوو په كومو كښې چې د جولائي په پېل كښې په آذربائیجان كښې د ای سی او سرمشريزه غونډه او د روان كال په پايه كښې د صدر الهام عليوف د اسلام آباد دورې په مهال كېدونكي ملاقاتونه شامل دي۔ وزیراعظم شهبازشریف د مصر صدر عبدالفتاح السیسی سره هم ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظم د مصر مشرتابه ٬ حكومت او اولس له هم د اختر مباركي وركړه۔ وزیر اعظم د پاك هند اوسني بحران په مهال د مصر د تعميري كردار او د امن هڅو ستائنه وكړه۔ په دې مهال د منځني ختيز په صورتحال هم خبرې وشوې۔ په خپل خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان مصر سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او روغتيا په شمول يو شمېر څانګو كښې همكاري زياتولو كښې خوښي لري۔ د مصر صدر د وزيراعظم د اختر د مباركۍ په زړه پوري ډول ځواب وركړو او د خوشحالۍ په دې موقعه يۍ پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د شريكې خوښې په ټولو چارو كښې پاكستان سره د خپلو اړيكو لا مضبوطولو كښې خوښي ښكاره كړه او سوئيلي آسيا كښې امن لپاره يۍ د پاكستان هڅې وستائلې۔ وزیراعظم شهباز شریف د لوے اختر په موقعه د كوېت ولي عهد سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه له مباركي وركولو سره يۍ د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي مرستې او سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارك الصباح ته د اختر مباركي وركړه۔ په دې موقعه دواړو لارښودو د اسلامي نړۍ سلامتيا او سوكالۍ لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم د اوسني هند پاكستان تاؤ تريخوالي په مهال د امن او مذاكراتو په ملاتړ كښې د كوېت په مضبوط او متوازن موقف د كوېت د ولي عهد مننه وكړه۔ وزیراعظم د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي مرستې او سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ولي عهد ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه وركړه كومه چې ولي عهد قبوله كړه۔ ده پاكستاني وګړو له د وېزې په سهولت كښی په نرمۍ كولو د كوېت په خصوصي توګه مننه وكړه۔ صباح الخالد الحمد المبارک الصباح هم وزيراعظم له د اختر مباركي وركړه او پاكستاني اولس لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده په كوېت كښی د پاكستاني كميونټۍ د مثبت كردار ستائنه كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزیراعظم شهباز شریف د اردن باچا شاہ ابن الحسېن سره هم ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دواړو لارښودو يو بل له د اختر مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو په اوسني پاك هند بحران د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ وزیر اعظم شاہ اے دوم د پاكستان نقطه نظر سره سره په منطقه كښې د امن او استحكام په ځايې ساتلو هڅو څخه خبر كړو۔ دوئي په غزه كښې په روانه وضعه او په خاص توګه فلسطيني اولس لپاره د بشري مرستې رسولو په هڅو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم شاہ اے دوم ته زر تر زره د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د بحرېن باچا ٬ شاه حمد بن عيسی الخليفه سره هم ټيلېفوني اړيكه ونيوله او د بحرين مشرتابه سره سره بحريني اولس ته يۍ د اختر مباركي او هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د ټېلېفوني خبرو په مهال د امت په صفونو كښې امن او يووالي له دعا او د غزه اولس له خصوصي دعاګانې وكړې۔ وزيراعظم د اوسني پاك هند بحران په مهال په متوازن دريځ او په سوئيلي آسيا كښې تاؤ تريخوالي كښې د كمي او امن په غوښتنه د بحرين مننه وكړه۔ ده ووئيل شاہ حمد بن عیسیٰ الخلیفه ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔ شاہ حمد د وزيراعظم د اختر مباركۍ په زړه پورې ځواب وكړو او پاكستاني اولس لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د اسلامی جمهوریه ایران صدر ډاکټر مسعود پیزشکیان سره هم د لوے اختر په موقعه ټيليفوني تماس ونيولو او هغه ته او ايراني اولس ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ ده د ايران ستر لارښود آیت اے علی خامنه ای لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د تهران خپلې اوسنۍ دورې ذكر كولو سره وزيراعظم د شريكې خوښې په څانګو كښې ايران سره اړيكې لا مضبوطولو كښې د پاكستان خوښي تكرار كړه۔ دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه په كوم كښې چې اوسنے پاك هند بحران سره سره د عزه اندېښمن صورتحال هم شامل دے۔ وزیر اعظم صدر پیزشکیان ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه هم وركړه۔ په دې مهال وزيراعظم صدر مملكت آصف علي زرداري سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د وزيراعظم مننه وكړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو په مجموعي سياسي وضعه او نورو اړوندو چارو خبرې هم وكړې۔ وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب ګورنر ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر او د بلوچستان ګورنر له هم اختر مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ګورنرانو د اختر په مباركۍ او د نېكو هيلو په څرګندونه د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم د څلورو واړو صوبو اعلی وزيرانو سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د څلورو واړو صوبو د وزيراعظم مننه وكړه او هغه له د اختر مباركي وركولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دغسې وزير د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، وفاقی وزیر ډاكټر خالد مقبول صدیقی وفاقي وزير عبدالعلیم خان ٬ د جمعیت علمائے اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ، د جماعت اسلامي امير حافظ نعیم الرحمان ، د جمعیت علمائے پاکستان سېكرټري شاہ اویس نورانی ٬ د قومي وطن پارټۍ چیئرمین آفتاب احمد خان شېرپائو او وفاقي وزير سالک حسین سره هم ټېلفوني تماس ونيولو او هغوي له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ هغوي د اختر په مباركۍ د وزيراعظم مننه وكړه ٬ هغه ته يۍ مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(اے پي پي وا ١٦٤٩)












