د پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې 9 كسيزه پارليماني پلاوې د واشنګټن او نيويارك كاميابې دورې څخه وروستو لندن ته ورسيد

لندن۔9جون (اے پی پی) د پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښی 9 كسيزه د اعلی كچې پارليماني پلاوې د واشنګټن او نيويارك كاميابې دورې څخه وروستو د اتوار په ورځ لندن ته ورسيد۔ پلاوې وزيراعظم شهباز شريف هند سره په اوسني تصادم د پاكستان دريځ وړاندې كولو او د كشمير مسئلې د كشميري اولس او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كولو …

لندن۔9جون (اے پی پی) د پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښی 9 كسيزه د اعلی كچې پارليماني پلاوې د واشنګټن او نيويارك كاميابې دورې څخه وروستو د اتوار په ورځ لندن ته ورسيد۔ پلاوې وزيراعظم شهباز شريف هند سره په اوسني تصادم د پاكستان دريځ وړاندې كولو او د كشمير مسئلې د كشميري اولس او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كولو ضرورت په ډاګه كولو له غوره كړې دې۔ د پلاوي په نورو غړو كښې د موسمياتي بدلون وزير ډاكټر مصدق ملك ٬ سېنېټر شیری رحمان ، پخوانۍ خارجه وزيره حنا ربانی کھر، د تجارت وزير خرم دستګیر خان؛ په سېنېټ كښې د اېم كيو اېم پارليماني لارښود سېنېټر فېصل سبزواری; ٬ پخوانے خارجه سېكتر سفیر جلیل عباس جیلانی او سفیره تهمینه جنجوعه شامل ده۔ د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې پاكستانې پلاوې به په لندن كښی د برطانيې پارليمنټ سينئر مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ پلاوې به په سوئيلي آسيا كښې امن ته وده وركولو له د نړيوالې ورورولۍ خپل بشپړ كردار ترسره كولو په حاجت زور راوړي۔ پلاوې به د سندھ طاس لوظنامې د معمول له مخې يو وارې بيا په فوري بحالۍ هم زور راوړي۔

مزید خبریں