د بلاول بھټو په مشرۍ كښې د پارليماني پلاوي دوره مثبته پاتې شوه ٬ سينيټر شيري رحمان

لندن۔9 جون (اے پی پی)د پاكستاني پارليماني سفارتي پلاوي يوې مهمې غړې سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي چې د بلاول بھټو زرداری په مشرۍ كښې د امريكا دوره زياته مصروفه او مثبته پاتې شوه٬ 50 څخه زيات ملاقاتونه وشول ٬ ټولې نړۍ د هند لخوا اوبه د وسلې په توګه د كارولو هڅې مخالفت وكړو۔ د اتوار په ورځ د پي پي پي ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان …

لندن۔9 جون (اے پی پی)د پاكستاني پارليماني سفارتي پلاوي يوې مهمې غړې سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي چې د بلاول بھټو زرداری په مشرۍ كښې د امريكا دوره زياته مصروفه او مثبته پاتې شوه٬ 50 څخه زيات ملاقاتونه وشول ٬ ټولې نړۍ د هند لخوا اوبه د وسلې په توګه د كارولو هڅې مخالفت وكړو۔ د اتوار په ورځ د پي پي پي ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې سېنېټر شېري رحمان ووئيل درې ورځې مو په واشنګټن او دوه ورځې مو په نيويارك كښې ملاقاتونه وكړل٬ په امريكا كښې زمونږ دريځ واورېدلے شو ٬ د هند جنګيالې سوچ د منطقې امن لپاره خطر دے٬ د كشمير مسئله د دواړو هېوادونو ترمينځه تر ټولو لويه شخړه ده چې حل يۍ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې ضروري دے۔ شیری رحمان ووئيل مونږ په سيز فائر كښې په كردار ترسره كولو د صدر ټرمپ مننه وكړه۔ دې ووئيل مونږ د هندي پلاوي تعاقب نه كولو ٬ زمونږ مقصد حقائق رامخې ته كول وو۔ دې ووئيل پاكستان ترهګرۍ سره تړل هندي پروپېګنډہ ده۔ دې ووئيل كه هند بريد وكړو نو بيا به بشپړ ځواب وركولے شي۔ دې ووئيل زمونږ مقصد د كشمير مسئلې او سندھ طاس لوظنامې له مذاكراتو او امن ته وده وركول دي۔ دې ووئيل په ترهګرۍ هم خبره كول غواړؤ٬ د هند په ضد مونږ زيات شواهد لرؤ ٬ مونږ په مهذب ډول په خپله پالېسۍ ولاړ يوو۔

مزید خبریں