د وزيراعظم اوسنۍ دورې سره د پاكستان وقار زيات شو ٬ د وزیراعظم مشرتابه او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير زيركتيا سره پاكستان ته سترې كاميابۍ ترلاسه شوې: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم مشرتابه او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير زيركتيا سره پاكستان ته سترې كاميابۍ ترلاسه شوې٬ پاكستان د هندي جارحيت خله ماتې ځواب وركړو ٬ پاك پروردګار پاكستان ته په ګرده نړۍ كښې عزت وركړو٬ د وزير اعظم د اوسنۍ سعودي دورې په شمول د تركيه ٬ايران ٬ آذربائيجان او تاجكستان دورې سره …

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم مشرتابه او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير زيركتيا سره پاكستان ته سترې كاميابۍ ترلاسه شوې٬ پاكستان د هندي جارحيت خله ماتې ځواب وركړو ٬ پاك پروردګار پاكستان ته په ګرده نړۍ كښې عزت وركړو٬ د وزير اعظم د اوسنۍ سعودي دورې په شمول د تركيه ٬ايران ٬ آذربائيجان او تاجكستان دورې سره په نړيواله كچه د پاكستان وقار زيات شوے دے۔ د اتوار په ورځ خپلو خصوصي خبرو كښې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل د وزيراعظم اوسنۍ د سعودي عربستان دوره زياته كاميابه پاتې شوه په كومه كښې چې مونږ د عمرې سعادت ترلاسه كړو ، د خانه كعبې دروازه په خصوصي توګه پرانستلې شوه۔ وروستو سعودي ولي عهد خپله ګاډې چلولو سره وزيراعظم شاهي ظهرانې له ورسولو۔ ده ووئيل دا د پاكستان د وقار او عزت ښكاره ثبوت دے۔ عطاء تارړ ووئيل وزیراعظم د اختر د خوشحالۍ په موقع د بېلو ملګرو هېوادونو مشرانو سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ وزیراعظم د صوبو ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو او د مولانا فضل الرحمن ٬چوهدري سالك حسېن ٬ آفتاب شېرپاؤ ٬ اېمل ولي ٬ خالد مقبول صديقي او نورو په شمول سياسي مشرانو له د اختر مباركي وركړه۔ ده ووئيل وزيراعظم د ترکیه صدر٬ د عمان صدر ٬ د قطر امير ٬ د ايران صدر ٬ د آذربائيجان صدر او د ازبكستان صدر سره ټېلېفوني تماس ونيولو په كوم كښې چې د دواړه اړخيزه اړيكو ٬ سفارتي همكارۍ او د اختر مباركۍ تبادله وشوه۔ ده ووئيل د پاكستان خارجه پالېسي په فعاله ډول مخ په وړاندې روانه ده او په سفارتي كچه يو شمېر هېوادونو د پاكستان بشپړ ملاتړ كړے دے۔ عطاء تارړ زياته كړه چې د فیلډ مارشل عاصم منېر په مشرۍ كښې پاكستان عسكري برتري ترلاسه كړې كومه چې ټولې نړۍ منلې او په سفارتي كچه ددې مثبت اثرات رامخې ته كېدلې پېل شويدي۔ ده ووئيل نائب وزیراعظم اسحاق ډار د بېلو هېوادونو دورې كوي ٬ دا ټوله د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اجتماعي ټيم ورك نتيجه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل وخت راغلے دے چې پاكستان په معاشي استحكام فوكس وكړي او د پرمختګ په لاره روان شي۔ ده ووئيل پاك پروردګار پاكستان ته په عسكري او سفارتي مېدان كښې بريا وركړه ولې چې مونږ په حقه وو او نړۍ زمونږ دريځ واورېد او قبول يۍ كړو۔

مزید خبریں