اسلام آباد۔8 جون(اے پی پی) اقتصادی سروے 25-2024 (سبا) د ګل په ورځ په 9 جون وړاندې كولې شي۔ د پاکستان اقتصادی سروے 25-2024 يو مهم بجټ دستاوېز دے كوم چې د قامي معيشت په اړه د حكومت جائزه وړاندې كوي٬ اكنامك سروے به په 9 جون د ګل په ورځ په باضابطه توګه جاري كړې شي۔ د خزانې وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي پرېس …
اقتصادي سروے 25-2024 به دګل په ورځ په 9 جون وړاندې كولې شي : د خزانې وزارت
اسلام آباد۔8 جون(اے پی پی) اقتصادی سروے 25-2024 (سبا) د ګل په ورځ په 9 جون وړاندې كولې شي۔ د پاکستان اقتصادی سروے 25-2024 يو مهم بجټ دستاوېز دے كوم چې د قامي معيشت په اړه د حكومت جائزه وړاندې كوي٬ اكنامك سروے به په 9 جون د ګل په ورځ په باضابطه توګه جاري كړې شي۔ د خزانې وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب به اقتصادي سروے وړاندې كوي۔ اکنامک سروے په زراعت، مېنوفېکچرنګ، صنعت، خدمات، توان، انفارمېشن ټېکنالوجی او ټېلی کمیونیکېشن، کېپټل مارکیټ، صحت، تعلیم، ټرانسپورټ او د مواصلات په شمول په نورو لويو څانګو كښې رجحانات، کامیابۍ او چېلنجونه په ډاګه كوي۔ دے سره سره سروے به د سماجي تحفظ په پروګرامونو ٬ ماحولياتي پائيدارۍ او په بنيادي اډانه كښې په شوي پېشرفت رڼا اچولې شي۔ د اقتصادی اشاریو د بشپړه شمېرو له مخې د اقتصادي سروے مقصد د نوي مالي كال په پېل كښې عوامي بحث او د پالېسۍ منصوبه بندۍ په اړه پوهاوې وركول دي۔ د اېنول پلان کوآرډینېشن کمېټۍ (اے پی سی سی) له مخې مالی سال25- 2024 لپاره د پاكستان د مجموعی ملکی پېداوار (جی ډی پی) شرح نمو 2.7 فیصد ريكارډ كړې شوې ده۔ راروان مالي كال لپاره د جی ډی پی شرح نمو هدف 4.2 فیصد مقرر كړے شوے دے۔ د اېن ای سی له مخې جولائی 2024 څخه تر اپرېل 2025 په ترسيلات زر كښې 30.9 فیصد اضافه ريكارډ كرې شوه او په اولني ځل د دې مودې په مهال کرنټ اکاؤنټ بېلنس هم سرپلس پاتے شو۔ په سروے كښې به مالياتي اشاريو كښې بهتري هم په ډاګه كولې شي۔ د غوره اقتصادي بنيادي اصولو او د فعاله مانيټري پالېسي اقداماتو له امله د سود شرح پرله پسې تر 11 فيصده كمه كړې شوې ده۔ په دې مهال نجي څانګو لپاره قرضې زياتې كړې شوي دي۔ د جولائی 2024 او مئی 2025 ترمينځه موده كښې د 681 اربه روپو قرضې جاري كړې شوي دي۔ په راتلونكو كلونو كښې به د كركيلې پېداوار كښې مستقل او تلپاتې اضافه باوري كولو له يوه بشپړه تګلاره مرتب كولې شي۔ د پرمختيائي خرڅونو لحاظ سره د كال 25- 2024 كلن قومي پرمختيائي پروګرام (ANDP) لپاره د 3,483 ارب روپو منظوري وركړې شوې ده په كومو كښې چې وفاقی پرمختيائي اقداماتو لپاره 1100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ صوبائی حکومتونو خپلو منصوبو لپاره 2383 اربه روپۍ كارولې دي۔ هيله ده چې اقتصادي سروے 25-2024 به راروان بجټ لپاره يو كوټلې بنياد برابرولو سره سره د پاكستان پراخا اقتصادي ايجنډې لپاره هم لارښودنه وكړي ولې چې هېواد مالیاتی و مېکرو اکنامک استحکام او د بشپړ پرمختګ منزل ترلاسه كولو له هڅې روانې ساتلې دي۔












