اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره خپل بحريني همڅنګ ليفټیننټ جنرل راشد بن اے الخلفیه ټيليفوني اړيكه ونيوله او هغه او پاكستاني اولس له يۍ د لوے اختر مباركي وركړه۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بحرين د كورنيو چارو وزير خپل پاكستاني همڅنګ محسن نقوي او پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او دا عزم …
وفاقي وزير محسن نقوي سره د خپل بحريني همڅنګ ټيليفوني خبرې ٬ د اختر مباركي
اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره خپل بحريني همڅنګ ليفټیننټ جنرل راشد بن اے الخلفیه ټيليفوني اړيكه ونيوله او هغه او پاكستاني اولس له يۍ د لوے اختر مباركي وركړه۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بحرين د كورنيو چارو وزير خپل پاكستاني همڅنګ محسن نقوي او پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او دا عزم يۍ څرګند كړو چې زه به ډېر زر د پاكستان دوره وكړم۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل مونږ ستاسو د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يوو۔ محسن نقوي هم خپل بحريني همڅنګ او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو په څرګندولو د خپل بحريني همڅنګ مننه هم وكړه۔












