لاهور۔7جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ماډل ټاؤن كښې د لوے اختر لمونځ ادا كړو۔ په دې موقع د ده د زوي ٬ د پنجاب پخواني وزير اعلی او سلمان شهباز په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔ د اختر په خطبه كښې د ابراهيم علېه السلام السلام په سنت او د قربانۍ په فلسفه رڼا واچولې شوه۔ په دې موقعه د هېواد …
وزیراعظم شهباز شریف په ماډل ټاؤن كښې د اختر لمونځ ادا كړو
لاهور۔7جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ماډل ټاؤن كښې د لوے اختر لمونځ ادا كړو۔ په دې موقع د ده د زوي ٬ د پنجاب پخواني وزير اعلی او سلمان شهباز په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔ د اختر په خطبه كښې د ابراهيم علېه السلام السلام په سنت او د قربانۍ په فلسفه رڼا واچولې شوه۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ دغسې د اسلامي نړۍ سوكالۍ او د كشميري او فلسطيني اولس نصرت لپاره هم دعاګنې وغوښتلې شوې۔ د اختر لمونځ څخه وروستو وزير اعظم خلكو سره ملاؤ شو او هغوي له يۍ د اختر مباركي وركړه۔












