اسلام آباد۔7جون(اے پی پی) وفاقي وزير محسن نقوي د اختر په موقع د هيډكوارټر ايف سي كے پي (ساؤتھ) ، وانا دورہ وكړه او اختر يۍ ځوانانو سره ولمانځلو۔ د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير محسن نقوي د لوے اختر په موقع د فرنټیئر کور خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) هېډکوارټر وانا دوره وكړه چرته چې هغه په لوئيديزه پوله تعينات افسرانو …
د وفاقي وزير محسن نقوي د اختر په موقع د هيډكوارټر ايف سي كے پي (ساؤتھ) ، وانا دورہ، اختر يۍ ځوانانو سره ولمانځلو
اسلام آباد۔7جون(اے پی پی) وفاقي وزير محسن نقوي د اختر په موقع د هيډكوارټر ايف سي كے پي (ساؤتھ) ، وانا دورہ وكړه او اختر يۍ ځوانانو سره ولمانځلو۔ د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير محسن نقوي د لوے اختر په موقع د فرنټیئر کور خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) هېډکوارټر وانا دوره وكړه چرته چې هغه په لوئيديزه پوله تعينات افسرانو او ځوانانو سره اختر ولمانځو۔ د دورې په موقعه آئی جی اېف سی خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) داخله وزير محسن نقوي ته هركلے ووے۔ داخله وزير د شهيدانو په يادګار ګلونه وشيندل ، ده خپل ځانونه قرباني كوؤنكو قبائلي اولس ، امنيتي ځواكونو او د پوليس په شمول ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ داخله وزير محسن نقوي ځوانانو سره د اختر لمونځ وكړو او په هېواد كښې امن ، استحکام او سوكالۍ لپاره يۍ خصوصي دعا وكړه۔ وروستو وفاقي وزير په خپل خطاب كښې د ځوانانو د مړانې ٬ قربانۍ او هېواد سره د مينې ستائنه كولو سره ووئيل ستاسو قربانۍ او ثابت قدمي د وطن د تحفظ ضمانت وركوي او هم دا جذبه دا پاكستان اصل طاقت دے۔ ده د ترهګرۍ په ضد د قبائلي اولس د مرستې او قربانيو ستائنه هم وكړه او د دوئي جذبه يۍ د قامي قيمتي اثاثه وګرځوله۔












