د وزير اعظم شهباز شريف د تاجكستان صدر امام علي رحمان سره ټيليفوني تماس ، د اختر مباركۍ

لاهور ۔7جون (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په دې وروستيو كښې د پاك هند بحران په مهال امن او مذاكراتو لپاره په متوازن دريځ د تشكر څرګندونه كولو سره د تاجكستان صدر امام علي رحان او تاجك اولس له د لوے اختر مباركي وركړه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تاجکستان صدر سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ …

لاهور ۔7جون (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په دې وروستيو كښې د پاك هند بحران په مهال امن او مذاكراتو لپاره په متوازن دريځ د تشكر څرګندونه كولو سره د تاجكستان صدر امام علي رحان او تاجك اولس له د لوے اختر مباركي وركړه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تاجکستان صدر سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د خالي په ورځ د تېلېفوني تماس په مهال وزيراعظم د تاجكستان صدر او اولس له د اختر مباركي وركړه۔ په دې مهال وزيراعظم خپل پلاوي سره د دوشنبې خپلې اوسنۍ دورې په مهال په زړه پورې مېلمستيا كولو د تاجك حكومت مننه وكړه او د ګليشيئرز تحفظ په اړه كاميابۍ سره د نړيوال كنفرنس په كولو يۍ مباركي وركړه۔ وزیر اعظم شهباز شریف د تاجكستان په دې وروستيو كښې د پاك هند بحران په مهال امن او مذاكراتو لپاره په متوازن دريځ لرلو د تشكر څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې پاكستان تل په منطقه كښې د امن او سلامتيا په ځاې ساتلو هڅه كړې او د دې جذبې لاندې پاكستان د امريكا او نورو هېوادونو په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ په مفاهمت اتفاق كړے ؤ۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو حوالې سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د تاجكستان صدر ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔صدر امام علي رحمان په ټېلېفوني كال كولو د وزيراعظم مننه وكړه او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره يۍ د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ ده د اختر په موقعه پاكستاني اولس له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں