مکه المکرمه۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په شاهي ديوان كښې د ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود لخوا په وركړې شوې ظهرانه كښې د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ظهرانه كښې سعودي ولي عهد وزيراعظم ته هركلے ووے او پخپله ګاډے چلولو سره يۍ وزيراعظم …
د وزيراعظم د سعودي ولي عهد شهزاد سلمان په خصوصي ظهرانه كښی د خاص ميلما په توګه ګډون ٬ د دواړو لارښودو ترمينځه غيررسمي خبري
مکه المکرمه۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په شاهي ديوان كښې د ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود لخوا په وركړې شوې ظهرانه كښې د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ظهرانه كښې سعودي ولي عهد وزيراعظم ته هركلے ووے او پخپله ګاډے چلولو سره يۍ وزيراعظم په ظهرانه كښې ګډون كولو له ورسولو۔ په دې موقعه د دواړو ترمينځه غېر رسمي خبرې هم وشوې۔ په ظهرانه كښې د منځني ختيز مهمو لارښودو په شمول د سعودي كابينې غړو او اعلی سعودي سول او عسكري قيادت ګډون وكړو۔ د وزیراعظم د سعودي ولي عهد لخوا په زړه پورې هركلې او په ظهرانه كښې د خاص مېلما په حېث ګډون د پاكستان او د سعودي عربستان ترمينځه د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو او د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان د سفارتي كاميابو عكاسي كوي۔












