واشنګټن۔6 جون (اے پی پی) د پارليماني سفارتي پلاوي غړې او د پي پي پي سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي چې سيمه ايز يا نړيوال طاقتونه استحكام د جنګ نه بلكې د امن د لارې په ځاے ساتي٬ هند له دے روايت څخه بل پلو روان دے٬ هند اوبه د وسلې په توګه كاروي٬ په ډيجيټل نړۍ كښې د ټكو هتھيار جوړېدل امن لپاره تر ټولو لويه خطره جوړه شوې …
سيمه ايز يا نړيوال طاقتونه استحكام جنګ نه د امن د لارې په ځاے ساتي: شيري رحمان
واشنګټن۔6 جون (اے پی پی) د پارليماني سفارتي پلاوي غړې او د پي پي پي سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي چې سيمه ايز يا نړيوال طاقتونه استحكام د جنګ نه بلكې د امن د لارې په ځاے ساتي٬ هند له دے روايت څخه بل پلو روان دے٬ هند اوبه د وسلې په توګه كاروي٬ په ډيجيټل نړۍ كښې د ټكو هتھيار جوړېدل امن لپاره تر ټولو لويه خطره جوړه شوې ده۔ د جمعې په ورځ د پارليماني سفارتي پلاوي پرېس كنفرنس په مهال خپلو څرګندونو كښې دې ووئيل په سوئيلي آسيا كښې هند يو نوے اسټرېټجک ’’نیو اېب نارمل‘‘ ترتیب كوي كوم چې د معمول له حكمت عملۍ څخه بېخي بدل دے٬ هند د 19مې پېړۍ سيمه ايز طاقت جوړېدو هڅه كوي۔ دې ووئيل سيمه ايز يا نړيوال طاقتونه استحكام د جنګ نه بلكې د امن د لارې په ځاے ساتي٬ هند له دے روايت څخه بل پلو روان دے۔ دې ووئيل د هند او پاكستان ترمينځه 2019 څخه وروستو په كومه هم كچه عسكري يا سويلين رابطه نه ده پاتې شوې۔ دې ووئيل د 87 ساعتونو جنګ تر خطرناك حد جوهري چوكاټ ته نزدے شوے ؤ د كوم رفتار چې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ ؤ۔ دې ووئيل هندي پالېسۍ د اوبو د وسلې په توګه كارولو يو خطرناك روايت وړاندې كړې دې٬ هند اوبو سره سره ټكي هم د وسلې په توګه كاروي چې ورسره د مذاكراتو ګنجائش مخ په كمېدو دے۔ دې ووئيل د وزیراعظم نریندر مودی ځوانانو ته د روټۍ يا ګولۍ آپشن وركوؤنكے بيان د غېر مسوؤلانه رياستي پالېسۍ عكاسي كوي۔ دې ووئيل د هندي دفاع وزير راج ناتھ سنګھ بیانونه منطقه تاؤ تريخوالي ته ټېله كوي۔ نړۍ له به دې څخه سبق اخستل او په وخت خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔












