اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلني د لوے اختر په بابركته او د خوشحالۍ په موقعه ټولې اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې لوے اختر د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل علېهما السلام د تسليم او رضا په زړه پورې مثال او يادګار دے كومو چې د اطاعت او قربان يو داسې ځانګړې روايت قائم كړو د كوم پیروي به چې …
حقيقي كاميابي خواهشات او ګټې د خپل پروردګار په رضا قربانولو كښې ده٬ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د لوے اختر په موقع پيغام
اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلني د لوے اختر په بابركته او د خوشحالۍ په موقعه ټولې اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې لوے اختر د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل علېهما السلام د تسليم او رضا په زړه پورې مثال او يادګار دے كومو چې د اطاعت او قربان يو داسې ځانګړې روايت قائم كړو د كوم پیروي به چې تر قيامت ورځې روانه وي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې كوم قام تر هغه وخت پرمختګ كولے نه شي تر كومې چې په هغې كښې د ايثار او قربانۍ جذبه نه وي۔ ده ووئيل لوے اختر مونږ ته دا سبق راكوي چې حقيقي كاميابي د خپلو خواهشاتو او ګټو د پروردګار په رضا قربانولو كښې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مباركۍ خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ له به خپلې ټولې ګټې ٬ ترجيحات او تعصبات يو اړخ ته كولو سره د هېواد او قام پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل دا هېواد په ډېرو قربانيو ٬ صبر او تحمل جوړ شوے دے۔ مونږ ټولو له به د دې پرمختګ او سوكالۍ له يو موټے كېدل وي۔ ده ووئيل د اختر خوشحالۍ لمانځلو په مهال به مونږ له خپل چاپېرچل كښې د ژوند كوؤنكو نورو كسانو هم خيال ساتل وي دغسې چې زمونږ كوم ګاونډي د دې مقدسې موقعې خوشحالو څخه محروم پاتے نه شي۔ ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له هغه معماران ٬ شهيدان او محافظين هم ياد ساتل وي كومو چې د دې هېواد تعمير ٬ پرمختګ او سرلوړۍ له خپل ځان قربان كړو۔ د اختر په ورځ بايد مونږ د فلسطين او كشمير مظلوم مسلمانانو لپاره خصوصي دعاګانې هم وكړؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے مونږ ته د لويې اختر حقيقي خوشحالۍ راكړي ٬ زمونږ قربانۍ دې قبولې كړي او مونږ ته دې د دې عظيم عبادت د دې د روح لمخې ادا كولو توفيق راكړي۔ آمین












