د بلاول بھټو زرداري امريكائي سينيټر ټام كاټن سره ملاقات٬ د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د صدر ټرمپ د كردار ستائنه

واشنګټن۔6جون(اے پی پی) د پارلیمانی سفارتی کمېټۍ مشر ٬ د پي پي پي چيئرمېن او پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداری امريكائي چيئرمين سېنېټ سلېكټ كميټي فار انټيلي جنس سينيټر ټام كاټن (ريپبلكن - آركنساس) سره كېپيټل هل كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د هند د پارونكو بيانونو او په اوسنيو نخښتو كښې د عامو وګړو د هدف جوړولو غندنه وكړه۔ د جمعې په …

واشنګټن۔6جون(اے پی پی) د پارلیمانی سفارتی کمېټۍ مشر ٬ د پي پي پي چيئرمېن او پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداری امريكائي چيئرمين سېنېټ سلېكټ كميټي فار انټيلي جنس سينيټر ټام كاټن (ريپبلكن – آركنساس) سره كېپيټل هل كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د هند د پارونكو بيانونو او په اوسنيو نخښتو كښې د عامو وګړو د هدف جوړولو غندنه وكړه۔ د جمعې په ورځ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده دا اقدامات سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطرناك وګرځول۔ ده په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو په روانو خلاف ورزيو رڼا هم واچوله او د هند لخوا يۍ د سندھ طاس لوظنامې په يو اړخيزه توګه په معطل كولو اندېښنه ښكاره كړه۔ بلاول بھتو زرداری د صدر ټرمپ د هغه كردار ستائنه وكړه د كوم له امله چې د پاك او هند ترمينځه جنګ بندي ممكنه شوه چې ورسره تاؤ تريخوالې كم شو او سفارتي لارې پرانستلې شوې۔ سېنېټر ټام کاټن په مثبتو او ګټورو څرګندونو د بلاول بھټو زرداري او د هغه د پلاوي مننه وكړه۔ ټام كاټن د امريكا او پاكستان ترمينځه د سلامتيا په څانګه كښې د مرستې كولو او سيمه ايز امن په ځاې ساتلو حوالې سره د اړيكو مضبوطولو عزم پخلے وكړو.

مزید خبریں