سينيټر عباس آفريدے په كوهاټ كښ د ګاز ليكج چاؤدنه كښې په حق ورسيد

اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) سېنېټر عباس آفریدی د جمعې په ورځ د كوهاټ په اعظم باغ سيمه كښې د ګاز ليكج چاؤدنه كښې په حق ورسېد۔ تېره ورځ په اعظم باغ كښې د ګاز ليكج چاؤدنه كښې له ژوبل كېدو وروستو عباس آفریدے درملنو له سی اېم اېچ کھاریاں برن سېنټر ته منتقل كړے شوے ؤ چرته چې هغه نن د جمعې په ورځ په حق ورسېد۔ د عباس …

اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) سېنېټر عباس آفریدی د جمعې په ورځ د كوهاټ په اعظم باغ سيمه كښې د ګاز ليكج چاؤدنه كښې په حق ورسېد۔ تېره ورځ په اعظم باغ كښې د ګاز ليكج چاؤدنه كښې له ژوبل كېدو وروستو عباس آفریدے درملنو له سی اېم اېچ کھاریاں برن سېنټر ته منتقل كړے شوے ؤ چرته چې هغه نن د جمعې په ورځ په حق ورسېد۔ د عباس آفریدی د جنازې لمونځ به په بابری بانډہ، کوهاټ كښې ادا كيږي۔ عباس آفریدے په 2009 كښې د آزاد كانديد په توګه سېنېټ آف پاکستان لپاره ټاكلے شوے ؤ۔ هغه په 19 مارچ 2014 د ټېکسټائل انډسټری وفاقی وزیر په توګه سوګند پورته كړو۔ هغه وروستو د پی اېم اېل-اېن كانديد په توګه اېن اے ۔ 32 کوہاټ څخه د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې برخه واخسته خو كامياب نه شو۔ هغه ته د پاکستان تحریک انصاف كانديد شهریار آفریدی ماتې وركړه۔ هغه په كال 2024 كښې يو ځل بيا ټول ټاكنو كښې اېن اے ۔35 کوهاټ څخه برخه واخسته خو دا وارې هم كامياب نه شو۔ د سينيټر عباس آفريدي په مړينه د ګرد هېواد سياسي مشرانو او لارښود غمرازي ښكاره كولو سره د هغه خذماتو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كړې دي۔

مزید خبریں