په سوئيلي افغانستان كښې طالب وسله والو ګڼ شمېر مسافر وتښتول٬ په كونړ كښې درياب ته د ګاډي لوېدو په نتيجه كښې 5 تنه مړه شوي
كابل 21 جون (اے پی پي﴾ په سوئيلي افغانستان كښې طالب وسله والو ګڼ شمېر مسافر تښتولي دي او په كونړ كښې درياب ته د ګاډي لوېدو په نتيجه كښې 5 تنه مړه شوي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې تېره ورځ د ګريشك په ولسوالې كښې طالب وسله والو يو شمېر ګاډي ودرول او ګڼ شمېر مسافر ئې ځان سره بوتلل۔ د چارواكو له مخې دوي دا مسافر نامعلوم ځائ ته منتقل كړي دي او صحيح شمېر ئې نه دې معلوم شوے۔ د طالبانو لخوا په دې اړه لا كوم بيان نه دې راغلې۔ تېره مياشت هم طالبانو د قندوز په لويه لار په داسې يوه كارروائې كښې 185 مسافر تښتولي وو چې پكښې 17 وژل شوي وو