ننۍ ورځ مونږ ته د چاپيرچل د اهميت او د دې ساتنې سره د اړوندو خپلو ذمه وارو احساس راكوي: سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔5 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې ننۍ ورځ مونږ ته د چاپيرچل د اهميت او د دې ساتنې سره د اړوندو خپلو ذمه وارو احساس راكوي٬ دا ورځ د يو اجتماعي عزم موقع هم ده چې مونږ خپلو راروانو نسلونو لپاره يو صفا او محفوظ چاپېريال پرېږدؤ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چاپیريال ساتنې …

اسلام آباد۔5 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې ننۍ ورځ مونږ ته د چاپيرچل د اهميت او د دې ساتنې سره د اړوندو خپلو ذمه وارو احساس راكوي٬ دا ورځ د يو اجتماعي عزم موقع هم ده چې مونږ خپلو راروانو نسلونو لپاره يو صفا او محفوظ چاپېريال پرېږدؤ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چاپیريال ساتنې نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ماحولياتي بدلونونو د لاسه زيات ځپیلې كيږي له دې كبله مونږ له به په ځايي ٬ قامي او نړيواله كچه د چاپېريال ساتنې اقداماتو ته وده وركول وي۔ اونې لګول ٬ د اوبو په سمه توګه كارول ٬ پلاسټك څخه ځان ساتل او د قدرتي وسائلو زيركتيا سره كارول بايد زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل شي۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل چې سېنېټ آف پاکستان به ماحولیاتی تحفظ لپاره د قانون سازۍ ٬ پالېسۍ جوړولو او نګرانۍ په عمل كښې خپله ذمه واري ترسره كوي۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې ماحول دوست ژوند خپل كړي او په دې اړه اولسي شعور بېدارولو كښې دې خپل مهم كردار هم ترسره كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د يو زرغون او ښېرازه هېواد په توګه نړۍ لپاره يو مثال جوړ شي چرته به چې پرمختګ او چاپېريال يو ځاې مخ په وړاندې ځي۔

مزید خبریں