اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزير مملكت او د ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون تېره ورځ د جمهوريه اټاليه قامي ورځې په دستوره كښې ګډون كړې٬ دستوره د اټاليه په سفارت كښې د سفير ماريلينا آرميلن په كوربتوب كښې شوې٬ چې پكښې سينئر سركاري چارواكو٬ غېر ملكي سفيرانو٬ صنعتكارو او كلتوري طائفو سره د ميډيا نمائندګانو هم ګډون كړې۔ په دې موقع فهد هارون …
د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون د جمهوريه اټاليه قامي ورځې په دستوره كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزير مملكت او د ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون تېره ورځ د جمهوريه اټاليه قامي ورځې په دستوره كښې ګډون كړې٬ دستوره د اټاليه په سفارت كښې د سفير ماريلينا آرميلن په كوربتوب كښې شوې٬ چې پكښې سينئر سركاري چارواكو٬ غېر ملكي سفيرانو٬ صنعتكارو او كلتوري طائفو سره د ميډيا نمائندګانو هم ګډون كړې۔ په دې موقع فهد هارون د “فيسټا ټيلا ريپبليکا” د (جمهوريه اټاليه قامي ورځ) د اټاليه اولس او حكومت له مباركي وركړه كومه چې هر كال د جون په دوېمه ورځ لمانځلې كېږي۔ په دې موقع وزيرمملكت فهد هارون ووئيل چې په دستوره كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده٬ دواړه هېوادونه د اوږدې مودې دوستي لري٬ كومه چې په شريك احترام٬ مشتركه اقدارو او په مرسته اډانه ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه سفارتي اړيكې د اووه لسيزو تاريخ لري او د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت٬ تعليم٬ موسمياتي اقدامات٬ جدت او د كلتورې تبادلو څانګو كښې مرسته وده كوي۔ په دې موقع فهد هارون د سفير ماريلينا آرميلن د مېلمستيا مننه كولو سره اټاليه سره د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔










