اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) صدر مملكت اصف علي زرداري د بلوچستان په 2 بېلابېلو عملیاتو كښې د فتنه الهند 7 ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې کولو سره وئيلي دي چې د ترهګرو تر بشپړې ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د استخباراتي عملیاتو په ترڅ كښې د هند …
صدر مملكت د بلوچستان فتنه الهند د 7 ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) صدر مملكت اصف علي زرداري د بلوچستان په 2 بېلابېلو عملیاتو كښې د فتنه الهند 7 ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې کولو سره وئيلي دي چې د ترهګرو تر بشپړې ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د استخباراتي عملیاتو په ترڅ كښې د هند د پراکسي 9 ترهګرو په وژلو د امنیتي ځواکونو بهادري وستائیله۔ده ووئيل چې هند د خپلې پراکسي له لارې په پاکستان كښې ترهګري خپروي۔ د ترهګرو تر بشپړه ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري۔ صدر مملكت ووئيل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د فتنه الهند ختمولو لپاره عملیات کوي، او د ترهګرو عناصرو ختمولو او د هېواد د دفاع لپاره مونږ لوظي يو۔ هغه د ترهګرۍ د بشپړه ختمولو د قومي عزم پخلے وكړو۔










