اسلام اباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف ووئيل چې د اوبو د ذخيره کولو استطاعت زياتولو ، کر كيلي لپاره پكار اوبو وركولو او د سېلابونو مخنیوي لپاره د نویو بندونو جوړولو ته اړټيا ده٬ د دیامر بهاشا بند په شان پروژي په ترجيحي بنيادونو بشپړولو ته اړتيا ده۔د نهي په ورځ د وزيراعظم د ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد …
د وزيراعظم په مشرۍ غونډه٬ د دیامر بهاشا بند په شان پروژي په ترجيحي بنيادونو بشپړولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام اباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف ووئيل چې د اوبو د ذخيره کولو استطاعت زياتولو ، کر كيلي لپاره پكار اوبو وركولو او د سېلابونو مخنیوي لپاره د نویو بندونو جوړولو ته اړټيا ده٬ د دیامر بهاشا بند په شان پروژي په ترجيحي بنيادونو بشپړولو ته اړتيا ده۔د نهي په ورځ د وزيراعظم د ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ د دیامر بهاشا بند او نورو اوبو وسائلو په اړه یوه مهمه غونډه وشوه۔ په دې غونډه كښې د وفاقي وزیر احسن اقبال، وفاقي وزیر انجینیر امیر مقام، وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ، وفاقي وزیر معین وټو، د وزيراعظم سلاکار رانا ثناءالله، د ګلګت بلتستان اعلی وزیر ګلبر خان او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې د اوبو د ذخيره كولو استطاعت زياتولو ، کر كيلي له پكار اوبو وركولو او د سیلابونو مخنیوي لپاره د نویو بندونو جوړولو ته اړتيا ده۔ زموږ اقتصادي خپلواکي انحصار په ارزانه برېښنا او کر كيله ده، چې د دې لپاره د اوبو د ذخيره كولو او د اوبو د كوټلي استعمال ته اړتيا ده۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې په هېواد كښې د اتوان پيداوار او د اوبو زيات مقدار كښې ذخيره كولو كوټلې سیسټم جوړولو لپاره باید د دیامر بهاشا بند په شان پروژې په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړې شي۔دا دا هم سپارښتنه وكړه چې د دیامر بهاشا بند په جوړولو كښې ټول خنډان دې په سمدستي توګه لري كړې شي او د پروژې زر تر زره بشپړول دې باوري كړې شي۔










