اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د نیشنل انسټیټیوټ آف پبلک اېډمنسټريشن پيښور په افسرانو او فيکلټی غړو مشتمل 44 كسيزه پلاوي د ګل په ورځ د پارليمنټ هاؤس دوره وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ اعلی چارواكو پلاوي ته هركلې ووې۔ پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره وكړه چرته چې ورته د سېنېټ په تاريخ ٬ مهمو پېښو او پارليماني ارتقاﺀ مشتمل ډاكومنټري وښودلې شوه۔ په دې موقعه پلاوي د …
د نیشنل انسټیټیوټ آف پبلک اېډمنسټريشن پيښور په افسرانو او فيکلټی غړو د مشتمل 44 كسيزه پلاوي د پارليمنټ هاؤس دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د نیشنل انسټیټیوټ آف پبلک اېډمنسټريشن پيښور په افسرانو او فيکلټی غړو مشتمل 44 كسيزه پلاوي د ګل په ورځ د پارليمنټ هاؤس دوره وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ اعلی چارواكو پلاوي ته هركلې ووې۔ پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره وكړه چرته چې ورته د سېنېټ په تاريخ ٬ مهمو پېښو او پارليماني ارتقاﺀ مشتمل ډاكومنټري وښودلې شوه۔ په دې موقعه پلاوي د سېنېټ د دستور ګلۍ دوره هم وكړه كومه چې د پاكستان د آئيني سفر ٬ د مهمو دستاوزاتو او تاريخي لمحو په عكسي او دستاوېزي شكل كښې عكاسي كوي۔ وروستو پلاوې سېنېټ هال ته هم لاړو چرته چې ورته د سېنېټ غونډې په اړه تفصيلي او معلوماتي بريفنګ وركړے شو۔ وفد د سېنېټ چارواكو مننه كولو سره هيله څرګندونه كړه چې په سباؤن كښې به هم دا ډول مطالعاتي دورې دغسې روانې وي دغسې چې د قانون سازۍ عمل او د پارليماني نظام په اړه پوهه ترلاسه شي۔










