تهران۔2جون(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبد العلیم خان وئيلي دي چې په منطقه كښې به د معاشي نمو او دوه اړخيزه استحكام لپاره نوې موقعې پېدا كول وي ٬ مونږ د ستونزو موقعو كښې په بدلولو باور لرؤ٬ پاكستان په منطقه كښې زيات اهميت لرونكے هېواد دے او مونږ په خاص توګه روډ نېټ ورك ٬ زمكيزې رابطې او تجارتي راهدارۍ تشكيل كول غواړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده …
د اي سي او وزارتي غونډه ٬ د پاكستان ٬ تركيه ٬ تاجكستان ٬ ازبكستان ٬ تركمانستان او كرغزستان وزيرانو ګډون ٬ قازقستان ٬ آذربائیجان ، افغانستان او ایران هم د مندوب په توګه ګډون وكړو

مزید خبریں
تهران۔2جون(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبد العلیم خان وئيلي دي چې په منطقه كښې به د معاشي نمو او دوه اړخيزه استحكام لپاره نوې موقعې پېدا كول وي ٬ مونږ د ستونزو موقعو كښې په بدلولو باور لرؤ٬ پاكستان په منطقه كښې زيات اهميت لرونكے هېواد دے او مونږ په خاص توګه روډ نېټ ورك ٬ زمكيزې رابطې او تجارتي راهدارۍ تشكيل كول غواړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اي سي او غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د ای سی او دوه ورځنۍ وزارتي غونډه د ايران په پلازمينه تهران كښې كيږي په كومه كښې چې د پاكستان په شمول ترکیه، تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان او کرغزستان څخه وزيرانو ګډون كوي۔ په ګډون كوؤنكو كښې قازقستان، آذربائیجان او افغانستان سره سره كوربه هېواد ايران څخه هم مندوبين شامل دي۔ د اي سي او په وزارتي غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان كوي۔ د ګل په ورځ غونډې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په منطقه كښې به د معاشي نمو او دوه اړخيزه استحكام لپاره نوې موقعې پېدا كول وي ٬ مونږ د ستونزو موقعو كښې په بدلولو باور لرؤ٬ پاكستان په منطقه كښې زيات اهميت لرونكے هېواد دے او مونږ په خاص توګه روډ نېټ ورك زمكيزو رابطې او تجارتي راهدارۍ تشكيلولو كښې خوښي لرؤ۔ ده زياته كړه چې د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه اړيكې زياتول د پاكستان لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل په كال 2017ء كښې په اسلام آباد كښې شوي د اي سي او غونډه كښې د وژن 2025 تعین وكړے شو۔ عبدالعلیم خان په خپل خطاب كښې ووئيل چې پاكستان څخه رېل اېنډ روډ کورېډورز ای سی او نېټ ورك سره منسلك كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان قطبي پوله خنجراب ګوادر او كراچۍ بندرځايونو سره تړلې شوې دے او ايران او افغانستان لپاره هم روډ نېټ ورك تشكيل كړے شوے دے۔ وفاقی وزیر عبد العلیم خان په خپل خطاب كښې زياته كړه چې پاکستان د ای سی او نورو غړو هېوادونو تجربه څخه استفاده كول غواړي٬ اګست 2024ء څخه 126هېوادونو لپاره پاكستان وېزه فري هېواد دے او تر دې جمه بزنس کمیونټی او سېلګرو ته په دې مد كښې 20 زره څخه زياتې وېزې جاري شوي دي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې وفاقي وزير عبد العليم خان تېره ورځ په اي سي او كښې ګډون كولو لپاره تهران ته ورسېد چرته چې ورته تود هركلے ووئيلے شو۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان به د غونډې په موقعه د قازقستان، ازبکستان، ایران او ترکیه وزيرانو سره ملاقاتونه كوي٬ غونډې به هم كيږي په كومو كښې به چې پاكستان څخه د اعلی كچې پلاوې هم شامل وي۔










