د نرسنګ مافیا لپاره هیڅ رحم نشته، په كرپشن زيرو ټالرنس لرو۔د روغتيا وفاقي وزیر سید مصطفی کمال

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي)د روغتیا وفاقي وزیر سید مصطفی کمال د نرسنګ مافیا په ضد د جګړې اعلان کولو سره واضحه كړې چې د كرپشن مخنيوي او شفافیت باوري كولو لپاره به سخت نوي قوانین راوړلې شي۔ د اتوار په ورځ په یوه مرکه كښې ده ووئيل چې د نرسنګ مافیا په جارحانه ډول په جعلي ډګرو کار کوي او اوس د دوی په ضد د سختو …

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي)د روغتیا وفاقي وزیر سید مصطفی کمال د نرسنګ مافیا په ضد د جګړې اعلان کولو سره واضحه كړې چې د كرپشن مخنيوي او شفافیت باوري كولو لپاره به سخت نوي قوانین راوړلې شي۔ د اتوار په ورځ په یوه مرکه كښې ده ووئيل چې د نرسنګ مافیا په جارحانه ډول په جعلي ډګرو کار کوي او اوس د دوی په ضد د سختو اقداماتو وخت راغلی دی۔ ده زیاته کړه چې د كرپشن په ضد زيرو ټالرنس لرو او د دې په ضد به سخت اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل د بدعنوانۍ په ضد كريك ډاؤن ته اړتيا ده دغسې چې دا خبره باوري شي چې يواځي اهل او پېشه وره كسانو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي۔سید مصطفی کمال د نرسنګ د سيټونو زياتي غوښتني په اړه ووئيل چې ځینې ادارے د نرسنګ ملازمت لپاره 25 لکه روپۍ او په هیواد كښې د ملازمت لپاره 9 لکه روپۍ اخلي۔ ده د نرسنګ په څانګه كښې د انصاف او حساب ورکونې یقیني کولو لپاره د شفاف او په میرټ اډانه نظام په حاجت زور راوړو۔د روغتیا وفاقي وزیر ووئيل چې اوسنی حکومت به د نرسنګ تعليم ته وده ورکړي۔ ده د شفافو داخلو او په میرټ اډانه سختو پالیسیو د عزم څرګندونه وکړه۔ وفاقي وزیر د روغتیا خيال ساتلو په خدماتو د پراختیا او معیاري داروګانو ضمانت وركړو۔ وفاقي وزیر سید مصطفی کمال په روغتیا سکټر كښې د پرمختګ لپاره د حکومت د عزم پخلے وكړو او د معیاري داروګانو شته والي باور كولو لپاره یې د هڅو ډاډ هم ورکړو۔

مزید خبریں