پاکستان نه یوازې هند له په جنګ كښې ماتې ورکړې بلكه په سفارتي کچه هم ماتې سره مخ شوې، هند له به اجازه ورنه کړو چې اوبه د وسلې په توګه وکاروي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د کمانډ اینډ سټاف کالج افسرانو ته خطاب

کوئټه 31 مئي (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي چې پاکستان نه یوازې هند له په جنګ كښې ماتې ورکړه بلكه په سفارتي کچه هم ماتې سره مخ شوي او هند له به هیڅکله هم اجازه ورنکړو چې اوبه د وسلې په توګه وکاروي۔ د IMF سره د معاهدې سره قومي معيشت ته استحكام ترلاسه شوي، د پاکستان د معاشي استحكام لپاره اصلاحات ته اړتيا ده، اوسني حکومت د …

کوئټه 31 مئي (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي چې پاکستان نه یوازې هند له په جنګ كښې ماتې ورکړه بلكه په سفارتي کچه هم ماتې سره مخ شوي او هند له به هیڅکله هم اجازه ورنکړو چې اوبه د وسلې په توګه وکاروي۔ د IMF سره د معاهدې سره قومي معيشت ته استحكام ترلاسه شوي، د پاکستان د معاشي استحكام لپاره اصلاحات ته اړتيا ده، اوسني حکومت د كرپشن په ضد زيرو ټالرنس لري، د ګرانۍ كچه د 38٪ څخه سنګل ډيجټ ته راغلي، جدت خپلولو سره د کریپټو او بلاك چین ټیکنالوجۍ پیل کوو، فاقي حکومت اقتصاد، اصلاحاتو او ترهګرۍ ضد هلو ځلو ته پام لرنه كوي، چین، سعودي عربستان، ترکیه، قطر او خليجي هیوادونه ښه ملګري دي چې په سختو وختونو كښې یې پوره ملاتړ کړی دی، د لویو قومونو په ډله كښې د شاملیدو لپاره باید سخت کار وکړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په کوئټه كښې د کمانډ اینډ سټاف کالج افسرانو ته په خطاب كښې وکړې۔ په دې موقع فیلډ مارشال سید عاصم منیر، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي، وفاقي وزیران احسن اقبال، عطا الله تارړ، د بلوچستان کور کمانډر لیفټیننټ جنرال راحت نسیم احمد خان، ډي جی آئي اېس پي پي آر احمد شریف چودري او نور هم موجود وو۔وزیراعظم شهباز شریف ووئیل چې کمانډ اینډ سټاف کالج عمر له ښه خدمات ترسره كړي او د کمانډ اینډ سټاف کالج ته له بیلابیلو هیوادونو څخه راغلو میلمنو ته هرکلی وایو۔ د میلمنو راتګ او دلته موجودګي زمونږ د غښه اړیکو څرګندونه ده۔ ده ووئيل چې د پهلګام پېښې په وجه د هند لخوا د ترسره شویو اقداماتو په زړه پوري ځواب ورکړې شو۔ هند د بريدونو په ترڅ كښې بے ګناه وګړي په نښه کړل او په ځواب كښې د پاکستان هوائي ځواك تاریخي کارنامه ترسره کړه او 7 لوئ اهداف یې په نښه کړل، زمونږ وسله والو ځواکونو غوره خدمات ترسره کړل او دې ادارې په خپلو ذمه وارو كښې كومه بے غوري نه ده كړي، د پهلګام پېښې د بے پري پلټنو په ځائې هند تورونه پیل کړل او د پاکستان په ضد یې بريدونه وكړل۔ هند یو ځل بیا تورونه لګول پېل كړي۔وزیراعظم ووئیل چې فیلډ مارشال سید عاصم منیر وئیلي ؤ چې مونږ د هر ډول جنګ لپاره په بشپړه ډول چمتو یو، ده ووئيل چې د پاکستان د فیلډ مارشال سید عاصم منیر د پېشه وره صلاحيتونو له امله نه یواحې تاریخي كاميابي ترلاسه شوي بلكه پاکستان هند ته له ځمكې او هوا څخه ځواب ورکړې او د هغوي د میزائیل دفاعي سیسټم یې په نښه کړ، ائیر چیف مارشال ظهیر احمد بابر هم د پروفيشنلزم یوه غوره مثال وړاندې کړه۔ ده ووئيل چې حکومت او وكړي د خپلو وسله والو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او الله تعالی مونږ ته په زړه پورې كاميابي راكړي، د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره ډز بندي شوي، پاکستان نه یواځې هند ته په جنګ كښې ماتې ورکړه بلكه په سفارتي کچه هم هند ماتې سره مخ شوې، که هند په راتلونکي كښې کوم جارحيت وكړو نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکولې شي۔ده ووئيل چې وسله والو ځواکونه د پاکستان د خپلواكۍ او سلامتيا محافظ دي۔وزیراعظم ووئیل چې هند اوبه د وسلې په توګه کاروي خو هند ته به په هیڅ صورت كښې د اوبو د وسلې په توګه کارولو اجازه ورنکړو، اوبه زموږ لپاره ريډ لائن دے۔ده ووئيل پاکستان ته پېښي خطري يواځي جنګ پوري محدود نه دي۔ هغه د نورو چيلنجونو ذكر كولو سره ووئيل چې کله ما د 16 میاشتو لپاره د وزیراعظم څوکۍ سنبهال كړه صورتحال ښه نه وو خو ناممکن څه هم نمه وو،ده ووئيل چې مونږ د یوه قوم په هيڅ باید دې وخت څخه ګټه پورته کړو او مخ په وړاندې لاړ شو۔ده ووئيل د IMF سره د كاياب لوظنامي سره قومي معيشت ته استحكام ترلاسه شوي، د پاکستان د پرمختګ لپاره دا ضروري ده چې معيشت استحكام لپاره په بشپړه توګه اصلاحات وكړې شي او د عظيم قومونو په ډله كښې د خپل نوم شاملولو لپاره سخت کار ته اړتيا ده۔ده ووئيل چې اوسني حکومت د كرپشن په ضد زيرو ټالرنس پالیسي لري، حکومت په هر ډګر كښې لویې كاميابۍ ترلاسه كړي، په مارچ 2024 كښې اصلاحات پیل شول، د تیر کال په نسبت محصولات 28٪ زيات شوي دا یوه لویه كاميابي ده، په کراچۍ بندر كښې د فيس ليس اسسمنټ سسڼ رائج شوي، د معيشت ښه والي له امله د عامو خلکو په ژوند كښې ښه والی راغلی دی، او د ګرانۍ شرح د 38٪ څخه راټیټه شوې او سنګل ډيجټ ته راغلي ده او پاکستان روپۍ مستحكم شوي۔ده ووئيل چې مونږ به په خپله محنت سره دا سیمه د نړۍ لپاره مثالي جوړوو ځکه چې محنت یو هغه ناياب جوهر دی چې له امله ئې كاميابي ترلاسه كيږي، مونږ مشكل پريكړې كړي۔ د معيشت د ښه والي لپاره حکومت قاچاق کنټرول کړی او معاشي نظام ئې مستحكم كړې، د بریښنا غلا مخنيوي له ګامونه پورته شوي چې ورسره د برېښنا غلا ختمه شوي ۔ ده ووئيل چې مونږ به جدت خپلولو سره د کریپټو او بلاك چین ټیکنالوجي پیل کوو۔ وفاقي حکومت معيشت ، اصلاحاتو او ترهګرۍ مخنيوي ته پام لرنه كوي، سعودي عربستان د پاکستان ښه ملګرے دے د خليجي هیوادونو سره د پاکستان ښه اړيكي لري۔د چین سره ملګرتيا په هر امتحان كښې آزمائيلي شوي، ترکیه، قطر او نورو ملګرو هیوادونو په سختو وختونو كښې پوره ملاتړ کړی دی۔

مزید خبریں