مینګوره / سوات 31 مئي(اے پي پي)وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام د دارالقضاء، مینګوره کښې د پېښور هائیکورټ، مینګوره بار ایسوسی ایشن د نوي ټاکل شوې کابینې څخه سوګند واخست۔ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په دې دستوره كښې د وکیلانو ټولنې، مسلم لائرز فورم، مسلم لیګ (ن) سوات مشرانو او د سیمي مشرانو ګډون وكړو۔د کشمیر، ګلګت بلتستان او …
وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام د دارالقضاء، مینګوره کښې د پېښور هائیکورټ، مینګوره بار ایسوسی ایشن نوي ټاکلې شوې کابینې څخه سوګند واخست

مزید خبریں
مینګوره / سوات 31 مئي(اے پي پي)وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام د دارالقضاء، مینګوره کښې د پېښور هائیکورټ، مینګوره بار ایسوسی ایشن د نوي ټاکل شوې کابینې څخه سوګند واخست۔ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په دې دستوره كښې د وکیلانو ټولنې، مسلم لائرز فورم، مسلم لیګ (ن) سوات مشرانو او د سیمي مشرانو ګډون وكړو۔د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام د سوګند پورته كولو دستورې په موقع د حق معركې او منني څرګندوني دستوري ته په خطاب کښې نویو ټاکل شویو غړو له مبارکي او نیکو هيلو څرګندونه وكړه۔ده په هیواد کښې د انصاف قائمولو او د جمهوري ادارو په په استحكام كښې د وکیلانو د ټولنې په مهم كردار رڼا واچوله۔ وفاقي وزیر د بار لپاره 50 لاکه روپۍ مرسته، سولر سیسټم او کمپیوټر ورکولو اعلان وکړو۔ ده ووئیل چې د وکیلانو ټولنه د قانون حكمرانۍ او آئيني حقونو تحفظ باوري كولو كښې په زړه پوري حیثیت لري۔وفاقي وزیر انجینر امیر مقام ووئیل چې اوسنې وفاقي حکومت د وکیلانو د فلاح او بهبود لپاره اقدامات کوي او د دوی د ستونزو په حل کولو له لوظي دے۔ ده د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د هیواد معيشت بحالۍ او استحكام لپاره د حکومت پر روانو هڅو هم رڼا واچوله۔وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام په خطاب کښې وویل چې د قائد میا محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان نه یوازې د پرمختګ په لاره روان شوې بلکه پاکستان اتومي طاقت جوړ شوي او په نړۍ کښې یې مقام ترلاسه كړې۔ ده د هند د جارحيت په ضد د پاك پوځ په وخت او مؤثره كاروائي وستائیله او د سیمه ایز امن لپاره یې د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل چې پاکستان په سیمه کښې امن غواړي، خو مونږ به په خپلې خپلواکۍ او قومي وقار هیڅ ډول سمجهوته ونه وكړه۔ انجینر امیر مقام ووئیل چې صوبائي حکومت وخت ضائع کوي او خلك د ستونزو سره مخ دي۔ده ووئيل په صوبې کښې د كرپشن كيسونه رامخې ته كيږي۔په دې موقع د پېښور هائیکورټ، مینګوره بار ایسوسی ایشن نوي ټاکلې شوي کابینې صدر رضا الدین خان، عمومي سکرتر سرفراز خان، او د مالي سکرټري آفتاب حسین سوګند واخست۔د دستوري اختتام د وکیلانو ورورولۍ تر مينځه د یووالي او د انصاف او قومي پرمختګ لپاره د نوې عزم سره پائی ته ورسیدل۔د دې څخه وړاندې وفاقي وزیر دارالقضاء ته په رسیدو د هغه تود هرکلی وشو۔ وکیلانو هغه ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړي۔ وفاقي وزیر د صدر رضا الدین خان، نائب مشر محمد ارشاد، عمومي سکرټري سرفراز خان، جوائينټ سکرتر فیاض احمد، فنانس سکرټري آفتاب حسین بټ، د لائبريرۍ سکرټري سید فضل الرحمن جان، او ايګزيكټيو غړو پشمول فلك ناز خان، مشتاق خان، حاجي بهادر، شفیق احمد، عزیز الحق، نیاز محمد، سراج الدین، سید احمد، او حیا خان څخه سوګند واخست۔ په دې موقع د مسلم لیګ (ن) سوات ډویژن صدر واجد علي خان، صوبائي عمومي سکرټري فضل الرحمن نونو، د ن لیګ ضلع اپر سوات صدر قیموس خان، د ضلع لوئر سوات صدر قوی خان اډوکیټ، پخواني ایم پي اې سردار خان او نور مشران هم موجود وو۔










