حاجیانو د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د مکې مکرمې په دوره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي)د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د پاکستاني حاجیانو د استوګن ځایونو د دورې مقصد د حج د انتظاماتو په اړه فیډبیك ترلاسه کول وو۔ حاجیانو د وفاقي وزیر په لیدو د خوشحالۍ څرګنده وکړه۔ سردار محمد یوسف حاجیانو له د وركړې شويو آسانيو څارنه وكړه او د هغوی د روغتیا پوښتنه ئې وکړه۔ ډیرو حاجیانو د وفاقي وزیر …

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي)د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د پاکستاني حاجیانو د استوګن ځایونو د دورې مقصد د حج د انتظاماتو په اړه فیډبیك ترلاسه کول وو۔ حاجیانو د وفاقي وزیر په لیدو د خوشحالۍ څرګنده وکړه۔ سردار محمد یوسف حاجیانو له د وركړې شويو آسانيو څارنه وكړه او د هغوی د روغتیا پوښتنه ئې وکړه۔ ډیرو حاجیانو د وفاقي وزیر سره عکسونه او سیلفۍ واخستلي۔ حاجيانو د روان کال د حج انتظاماتو په اړه د حکومت هڅې وستایلې۔ وفاقي وزیر د حاجیانو د كيچن او هالز دوره هم وكړه۔ هغه د حاجیانو سره کښیناست او خوراك ئې هم هغوي سره وكړو۔ حاجیانو په مجموعي توګه د هغه مننه كولو سره د حکومت انتظامات وستائيل۔سردار محمد یوسف حاجیانو ته ډاډ ورکړو چې د پاکستان حج مشن په مینه او عرفات کښې د پرله پسې مرستې او ضروري آسانيو وركولو له چمتو دے۔ مینه کښې حاجیانو ته د آسانيو په اړه ده ووئيل روايتي ميټرس په سوفه کم بيډز كښې بدل شوي، آپ ګريډ شوي خيمو كښې جيپسم بورډ ديوالونه لګولې شوي او د اوسنیو ائیر کولرو په ځائې ائیرکنډیشنز هم لګولې شوي۔ ده په حاجیانو زور راوړو چې د خپل سپیڅلي سفر د روحاني اهمیت ترمخه اسلامي امت، خپل وطن پاکستان او وزارت په خپلو ځانګړو دعاګانو کښې یاد وساتي۔

مزید خبریں