د خېبرپښتونخوا په دريابونو كښې د مينځنۍ او لاندينۍ درجې سېلاب

اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) په كابل درياب كښې د ورسك په سيمه كښې د مينځنۍ درجې٬ په پنجكوړه درياب كښې د دير او په سوات درياب كښې د خيالي سيمه د لاندينۍ درجې سېلاب رېكارډ كړے شوے۔ د پېښور فلډ سېل له مخې په كابل درياب كښې د ورسك په سيمه د مينځنۍ درجې سېلاب دے دغلته د اوبو اخراج 52 زره 970 كيوسك رېكارډ كړے شوے دغسې په نوښار كښې د اوبو اخراج 79 زره 237 كيوسك رېكارډ كړے شوے او دغلته د مينځنۍ درجې سېلاب دے۔ په پنجكوړه درياب كښې د دير او د سوات په درياب كښې د خيالي چارسده روډ په سيمه د لاندينۍ درجې سېلاب دے