د امريكائي صدارتي كانديد ډونلډ ټرمپ د جلسې په مهال د ويشتلو هڅه شنډه كړې شوې٬د برتانيې 19 كلن زلمې نيول شوې

لاس اينجلس 21 جون (اے پی پی) د امريكې پوليسو د صدارتي كانديد ډونلډ ټرمپ د جلسې په مهال په ډزو كولو د ويشتلو هڅه شنډولو سره د برتانيې 19 كلن زلمې نيولې۔ مائيك سينډ فورډ نومې زلمي د نيولو نه پس اعتراف كړې چې ما يوه مياشت وړاندې د ډزو باقاعده مشق كړے و او د بريد شنډېدو په صورت كښې بيا هڅې لپاره ئې د ډونلډ ډرمپ راروانه غونډه كښې ګډون له ټكټ اخستې وو۔ سينډ فورډ ووئيل چې ما ته دا علم هم و چې په خپله منصوبه د عملدرآمد په مهال زه د امريكې د پوليسو د لاسه پھ نښه كړی كېدے هم شم۔ د پوليسو له مخې سينډ فورډ لاس ويګاس كښې د ډونلډ ټرمپ په انتخابي جلسه كښې ګډون كولو چرته چې هغه يو پوليس اهلكار څخه وسله اخستلو سره په نښه كولو هڅه كړې۔ پوليس اهلكارو هغه قابو كړو۔ انتخابي جلسه كښې ګډون له د ميټل ډيټكټر څخه د لټون مسئله حل كولو له ده د پوليسو څخه د وسله اخستلو سره د كارولو منصوبه جوړه كړی وه