د تيونس اولس مشر د بېړني حالت په موده كښې د يوې مياشتې پراختيا وكړه

تيونيسه 21 جون (اے پی پی) د تيونس اولس مشر الباجي قائد السبسي په هېواد كښې د بېړني حالت په موده كښې د يوې مياشتې پراختيا كړې۔ د مېډيا له مخې په تيونس كښې تېر كال د نومبر په مياشت كښې د جنګيالو د بريد نه پس بېړنې حالت نافذ شوې۔ په تيونس كښې په 2011 كښې د”عرب بهار”او پخواني اولس مشر زين العبادين بن علي په ضد د اولسي احتجاجي تحريك پیل كېدو نه پس د ترهه ګرۍ ګڼ بريدونه شوي۔د داعش جنګيالو تېر كال د تيونس په باردو ميوزيم د بريد ذمه واري قبوله كړې وه چې پكښې د غېر ملكيانو پشمول 59 كسان مړه شوي وو۔ په نومبر 2015 كښې په پايه تخت كښې په ځانمرګي چاودنه كښې 12 صدارتي محافظ مړه شوي وو