پاكستان په سباؤن كښې هم د بريد د ځواب وركولو ٬د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره چمتو دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان سفير سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان يو امن خوښے هېواد دے او د دغې جذبې له مخې يې هند سره په جنګ بندۍ د رضامندۍ څرګندونه كړې٬ پاكستان سباؤن كښې د كوم هم بريد ځواب وركولو ٬ د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره چمتو دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د …

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان يو امن خوښے هېواد دے او د دغې جذبې له مخې يې هند سره په جنګ بندۍ د رضامندۍ څرګندونه كړې٬ پاكستان سباؤن كښې د كوم هم بريد ځواب وركولو ٬ د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره چمتو دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د جمهوريه آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال وزيراعظم په سوئېلي آسيا كښې د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان سره د غېر متزلزل يو والي او په ملاتړ د صدر الهام علييوف سره سره د آذربائيجان ورور اولس د زړه نه مننه وكړه ۔وزيراعظم ووئيل دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د پائيدارۍ دوستۍ عكاسي ده۔”آپرېشن بنيان مرصوص”په كاميابۍ د پاكستان بهادر وسله والو ځواكونو ستائنه كولو سره وزيراعظم ووئېل پاكستانے اولس په دې تاريخي فتح د لويې څښتن شكر كوي۔ده ووئيل پاكستان يو امن خوښے هېواد دے او د دغې جذبې له مخې يې هند سره په جنګ بندۍ د رضامندۍ څرګندونه كړې خو پاكستان سباؤن كښې د كوم هم ېريد د ځواب وركولو ٬ د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره چمتو دے۔د پاكستان آذربائيجان سره اړيكو په اړه وزيراعظم دوه اړخيزه مرسته كښې به مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل صدر الهام علييوف په تېره جولائي كښې د پاكستان تاريخي دوره٬معيشت٬تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې يو مهم سنګ ميل دے۔فروري 2025 كښې د خپلې باكو دورې ذكر كولو سره وزيراعظم د ورورولۍ اړيكې په شريكه ګټوره اقتصادي شراكتدارۍ بدلولو له د پاكستان د قوي خواهش څرګندونه وكړه۔سفير خضر فرهادوف وزيراعظم او ټول پاكستاني قام ته د زړه نه مباركي وركړه۔ده سوئېلي آسيا كښې د امن لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔ده ووئيل صدر الهام علييوف د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔دواړو هېوادونو مشرتابه ترمينځه په لاس ليك شوې مفاهمت عملدرآمد كښې پېشرفت په اړه ده وزيراعظم ته د دواړو دوست هېوادونو ترمينحه د شريكې ګټې ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو د خپل عزم باور وركړو۔

مزید خبریں