د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ترمينځه ټېليفوني تماس ٬وزيراعظم د پاكستان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت په هر ډول دفاع كولو او سوئېلي آسيا كښې د امن د ودې عزم پخلے وكړو

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت په هر ډول دفاع كولو او سوئېلي آسيا كښې د امن ودې د عزم پخلے كړے او په دې خبره يې زور راوړے چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړې منصفانه حل سوئېلي آسيا كښې د تل پاتي امن باوري كولو لپاره ضرورې دے۔د …

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت په هر ډول دفاع كولو او سوئېلي آسيا كښې د امن ودې د عزم پخلے كړے او په دې خبره يې زور راوړے چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړې منصفانه حل سوئېلي آسيا كښې د تل پاتي امن باوري كولو لپاره ضرورې دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ترمينځه د شورو په ورځ ټېليفوني رابطه شوې چې پكښې د سوئېلي آسيا په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د تېرو دوو اوونيو په مهال دواړو لارښودو ترمينځه دا دريمه ټېليفوني رابطه وه۔وزيراعظم سوئېلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي صورتحال كمولو لپاره د سېكرټري جنرل مشري او سفارتي هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د سېكرټري جنرل سفارتكارۍ او رابطه٬ د ملګرو ملتونو د چارټر اصول او مقاصد تحفظ سره سره سوئېلي آسيا كښې امن په اړه د هغه د خوښۍ څرګنونه ده۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په منطقه كښې د امن پراخې ګټې له په جنګ بندۍ اتفاق كړے۔وزيراعظم د پاكستان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت په هر ډول دفاع كولو سره سوئېلي آسيا كښې د امن ودې لپاره د خپل قوي عزم پخلے وكړو ۔وزيراعظم د هند لخوا د ترهه ګرۍ دروغو تورونه او د جارحيت غندنه وكړه او دا يې يو خطرناك مثال ګرځولو سره ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د دې مناسب نوټس اخستل پكار دي۔ده د هندي مشرتابه پرله پسې اشتعال انګيزه بيانونو باندې هم د تشويش څرګندونه وكړه كوم چې د سيمه ايز امن لپاره خطر لري ۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړې منصفانه حل سوئېلي آسيا كښې د پائيدار امن باوري كولو لپاره ضرورې دے او په سيكرټري جنرل يې زور راوړو چې هغه د دې منصفانه حل كښې خپل كردار ادا كړي۔سيكرټري جنرل د جنګ بندۍ هركلي كولو سره د وګړو په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده سيمه ايز امن او استحكام مخ په وړاندې بوتللو لپاره دواړو ډلو سره د رابطو جاري ساتلو عزم هم څرګند كړو ۔ده ووئيل د نړيوال امن ودې لپاره كار په ما فرض دے د كوم چې نړۍ ته ضرورت دے۔

مزید خبریں