اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت(اين آئي ايچ )اسلام آباد دوره كړې۔د روغتيا وفاقي وزير د ويكسين جوړولو آسانيو٬جديد ليبارټريز پشمول د پبلك هېلت ليب٬پوليو ريجنل ريفرنس ليبارټرۍ او د واټر و فوډ ټيسټنګ ليب معائنه وكړه ۔د روغتيا وفاقي وزير د سيره ايكشن ويكسين پروډكيشن سينټر هم دوره وكړه۔په دې موقع د ويكسين جوړولو د عمل٬موجوده …
د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت اسلام آباد دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت(اين آئي ايچ )اسلام آباد دوره كړې۔د روغتيا وفاقي وزير د ويكسين جوړولو آسانيو٬جديد ليبارټريز پشمول د پبلك هېلت ليب٬پوليو ريجنل ريفرنس ليبارټرۍ او د واټر و فوډ ټيسټنګ ليب معائنه وكړه ۔د روغتيا وفاقي وزير د سيره ايكشن ويكسين پروډكيشن سينټر هم دوره وكړه۔په دې موقع د ويكسين جوړولو د عمل٬موجوده پیداواري صلاحيت او په دې كښې د اضافې امكانات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزير د نېشنل هېلتھ ډيټا سينټر هم دوره وكړه۔په دې موقع د اين آئي ايچ سي اي او ډاكټر محمد سلمان وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔سيد مصطفٰی كمال ووئيل قومي اداره بې شمېره صلاحيت لري۔ده ووئيل ادارې له د اولس د روغتيا تحفظ لپاره د بشپړ طريقه كار كارولو ضرورت دے۔د روغتيا وزير د ويكسين ځايې پېداوار كښې سمدستي د اضافې هدايت وكړو۔وفاقي وزير د اوبو د صفائۍ قامي حكمت عملۍ او د ويكسين ځايې پېداوار كښې د ښه والي هدايت هم وكړو۔ده ووئيل اولس د رنځورۍ څخه ساتلو لپاره هر ممكن اقدامات كوو٬مونږ له دې مقصد ترلاسه كولو لپاره به په اولس كښې شعور رامخې ته كول وي او د ټولو اړوندو ډلو په شاملولو به يوه نېشنل پالېسي جوړول وي۔










