حکومت په سرکاري ادارو كښې د كوچنيانو د ويړيا زده كړو په اړه په آئيني شقونو عملدرامد كوي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټرطارق فضل چوهدري وئيلي دي د او پي اېف سكولونو په فيسونو كښې د اضافې شرح معمولي ده٬ حکومت په سرکاري ادارو كښې د كوچنيانو د ويړيا زده كړو په اړه په اړوندو آئيني شقونو بشپړ عملدرامد كوي ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د آغا رفيع الله د پوښتنې په …

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټرطارق فضل چوهدري وئيلي دي د او پي اېف سكولونو په فيسونو كښې د اضافې شرح معمولي ده٬ حکومت په سرکاري ادارو كښې د كوچنيانو د ويړيا زده كړو په اړه په اړوندو آئيني شقونو بشپړ عملدرامد كوي ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د آغا رفيع الله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د او پي اېف سكولونو په فيسونو كښې د اضافې شرح معمولي ده٬ په تېرو 5 كالو كښې 4090 روپۍ اضافه شوې ٬ ده ووئيل د اسلام آباد په سرکاري سکولونو كښې تر مېټرك زده كوٶنكو څخه فېس نه اغستلې كېږي ٬ او پي اېف حكومت ته فنډز نه وركوي٬ خپل بورډ آف ګورنرز لري او په فيسونو اداره چلېږي۔ ده ووئيل د او پي اېف سکول او کالجز مقصد د سمندر پورې ماشومانو ته د تعليم موقعې وركول دي٬ په دې ادارو كښې زياتره د اوورسيز پاکستانيز ماشومان زدكړې كوي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل حکومت په سرکاري ادارو كښې د كوچنيانو د ويړيا زده كړو په اړه په اړوندو آئيني شقونو بشپړ عملدرامد كوي

مزید خبریں