د وزيراعظم خاص معاون هارون اختر خان سره د روسيه استازي ډينس نازروف وليدل

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د روسيه استازي ډينس نازروف د نهې په ورخ ملاقات كړے٬ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستې پشمول پاكستان كښې د نوي سټيل ملز جوړولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو ډلو د پاكستان او روسيه ترمېنځه په كراچۍ كښې د نوي سټيل ملز په لګولو تفصيلي خبرې وكړې٬ …

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د روسيه استازي ډينس نازروف د نهې په ورخ ملاقات كړے٬ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستې پشمول پاكستان كښې د نوي سټيل ملز جوړولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو ډلو د پاكستان او روسيه ترمېنځه په كراچۍ كښې د نوي سټيل ملز په لګولو تفصيلي خبرې وكړې٬ دواړو هېوادونو دا منصوبه مخ په وړاندې بوتللو لپاره او په دې عمل درامد لپاره مشتركه وركنګ ډلې جوړولو ته اتفاق وكړو۔ په دې موقع هارون اختر خان د وزيراعظم شهباز شريف په وژن رڼا واچوله چې مقصد يې په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل دا مهال غېر ملكي سرمايه كارو لپاره پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې شته او پاكستان په نړيواله كچه خپل ځان يو محفوظ او د مستحكم سرمايه كارۍ منزل په توګه وړاندې كړے۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں