اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره پاكستان كښې د سوئټزر لينډ سفير جارج اسټينر مهم ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د رېلوے وزير د سوئټزرلينډ نړيوال امن او د انسانيت ملاتړ كښې كردار وستائېلو او په دې مهمه مرسته يې مننه وكړه ۔په دې موقع د سوئس سفير وفاقي وزير ته د پاكستان رېلوے چارج سنبهالولو …
وفاقي وزير حنيف عباسي سره د سوئټزر لينډ سفير جارج اسټینر ملاقات ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره پاكستان كښې د سوئټزر لينډ سفير جارج اسټينر مهم ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د رېلوے وزير د سوئټزرلينډ نړيوال امن او د انسانيت ملاتړ كښې كردار وستائېلو او په دې مهمه مرسته يې مننه وكړه ۔په دې موقع د سوئس سفير وفاقي وزير ته د پاكستان رېلوے چارج سنبهالولو مباركي وركړه او د پاكستان رېلوے جديد او ښه جوړولو لپاره يې د ريلوے وفاقي وزير هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د پاكستان او سوئټزرلينډ ترمينځه رېلوے په څانګه كښې د مرستې په امكانات هم د خبرې وشوې او دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت٬سېلګرۍ او د رېلوے په څانګه كښې نورې مرستې ته اتفاق وكړے شو ۔د رېلوے وزير د سوئس سفير ته د پاكستان تاريخي ريلوے سټېشنز په خاص توګه د ګولړه دورې بلنه وركړه۔دا ملاقات د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو لا مستحكمولو پلو يو مهم اقدام دے او دې څخه به د پاكستان او سوئټزرلينډ ترمينځه د رېلوے په څانګه كښې مرستې ته لا تقويت ترلاسه شي










