پېښور 13 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مردان كښې د پاك پوځ ريډار آپريټر شهيد محمد ايازلاس نيوې لپاره د هغه استوګنې ته لاړو ۔ د نهې په ورځ د هند بريد كښې د شهيد شوي محمد اياز كورنۍ سره د يووالي څرګندونې كولو سره وفاقي وزير د شهيد په قبر حاضري هم وكړه۔ په دې موقع …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پاك پوځ ريډار آپريټر شهيد محمد اياز لاس نيوې له د هغه كور ته لاړ

مزید خبریں
پېښور 13 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مردان كښې د پاك پوځ ريډار آپريټر شهيد محمد ايازلاس نيوې لپاره د هغه استوګنې ته لاړو ۔ د نهې په ورځ د هند بريد كښې د شهيد شوي محمد اياز كورنۍ سره د يووالي څرګندونې كولو سره وفاقي وزير د شهيد په قبر حاضري هم وكړه۔ په دې موقع د پوليس يو چټك ډلې شهيد ته سلامي وركړه۔ خپلو خبرو كښې انجينئر امير مقام ووئيل د شهيد محمد اياز غوندې زړه ور زوي د قام ويار دے، ټول قام دې مېړنو عسكرو ته سلام كوي چا چې د هېواد سلامتيا لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔ ده ووئيل ټول قام پاك پوځ او د ټولو شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے۔










