اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د نهې په ورځ پارلماني غړو د هندي بريد په موثره او متحد غبرګون د پاك پوځ ستائنه كولو سره د هند وزيراعظم نرېندر مودي په طنزيه ډول "سرينډر مودي" ګرځولے۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د جمعيت علمائے اسلام لارښود مولانا عبدالغفور حېدري د پاك پوځ ستائنه كولو سره د چين او ترکيه غوندې د دوست هېوادونو …
د تاٶ تريخوالي په صورتحال كښې د چين او تركيه غوندې دوست هېوادونو مننه كوٶ۔ مولانا عبدالغفور حېدري

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د نهې په ورځ پارلماني غړو د هندي بريد په موثره او متحد غبرګون د پاك پوځ ستائنه كولو سره د هند وزيراعظم نرېندر مودي په طنزيه ډول “سرينډر مودي” ګرځولے۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د جمعيت علمائے اسلام لارښود مولانا عبدالغفور حېدري د پاك پوځ ستائنه كولو سره د چين او ترکيه غوندې د دوست هېوادونو هم مننه وكړه چا چې د تاٶ تريخوالي په صورتحال كښې د پاكستان مرسته كړې۔ د متحده قومي موومنټ (پاکستان) سيد وسيم حسېن د قام د يووالي او د پاك پوځ د سخت ردعمل ستائنه وكړه٬ د پيپلز پارټۍ سحر کامران د حکومت د خارجه پاليسۍ ستائنه كولو سره ووئېل په اوسني صورتحال كښې هند سفارتي تنهائۍ سره مخ ٶ٬ دې د اپرېشن “بنيان مرصوص” په مهال د قامي اتحاد هم ستائنه وكړه۔ د پي پي پي مهيش کمار ملاني ووئيل پاك پوځ د هند ډرونز او جنګي الوتكې راغوځولو سره پرېكنده غبرګون څرګند كړے۔ ده ووئيل ټول قام سره د اقليتونو د هندي بريد په ضد پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے










