په سوريه كښې د تركيې په تازه كاروائۍ كښې 23 شدت خوښي ووژل شول

انقره 20 جون (اے پی پی) په سوريه كښې د تركيې په تازه كاروائۍ كښې 23 شدت خوښي وژل شوي۔ د تركيې پوځ لخوا جاري شوي بيان له مخې د تركيې ځواكونو په سوريه كښې د عسكريت خوښو په ضد تازه كاروائي كړې چې په نتيجه كښې يې په تركيه د بريد كولو پلان كوونكي ګڼ شمېر عسكريت خوښي مړه شوي د كومو تعلق چې شرخوښي تنظيم داعش سره وو۔ د دې څخه وړاندې تېره ورځ په سوريه كښې د داعش عسكريت خوښو په مجموعي توګه 33 هدفونه په نښه كړي